كه د څلورو حلقو د پرانستلو زمونږ مطالبه منلې شوې وه نو دھرنه به شوې نه وه۔ اي سي اېل څخه د نامې ويستلو نه غېر پروېز مشرف بهر ته تلې نه شو۔ د شاه محمود قریشی قومی اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ځواب

image

اسلام آباد۔ 24 مئی(اے پی پی) قومی اسمبلۍ كښې د تحریک انصاف پارلیمانی لارښود شاه محمود قریشی وئيلي دي كه د څلورو حلقو د پرانستلو زمونږ مطالبه منلې شوې وه نو دھرنه به شوې نه وه۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل اي سي اېل څخه د نامې ويستلو نه غېر پروېز مشرف بهر ته تلې نه شو۔ دا اقدام د داخله وزارت وو۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم د يوې ايجنسۍ د مشر ذكر كړې كه د كمې ايجنسۍ مشر دا مطالبه كړې وه نو هغه د پوځ سرلښكر اعتماد كښې اخستلو سره د دده په ضد قانوني كاروائي كولې شوه۔ ده ووئيل د دھرنو په مهال زه پارلمان ته راغلې يم او دلته مې دريځ خپل كړې وو چې دا اسمبلي زمونږ سياسي كعبه ده او په دې بريد كولې نه شو۔

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں