د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د پي اېس ډي پي ترمخه د بېلو وزارتونو او ډویژنو پرمختيائي منصوبو له 6 کھربه 44 اربه 41 کروړه 91 لكهه روپۍ جاري كړې

image

اسلام آباد ۔30اپریل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د پي اېس ډي پي ترمخه د بېلو وزارتونو او ډویژنو پرمختيائي منصوبو له تر دې دمه په مجموعي توګه د 6 کھربه 44 اربه 41 کروړه 91 لكهه روپو څخه زيات فنډز جاري كړی۔ د پلاننګ کمېشن جاری كړې شمېرو ترمخه حكومت پرائم منسټر یوتھ او هنر مند پروګرام له 11 ارب 95 کروړ، په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو بحالۍ له 53 ارب 43 کروړ، ایرا له 5 ارب 5 کروړ، د پائيدار پرمختيائي هدفونو له 30 ارب، د وفاقی حکومت خاص پروګرامونو له 28 ارب 29 کروړ96 لكهه، توان له 11 ارب 76 کروړ روپۍ، د څښلو پاكو اوبو پروګرام له 87 کروړ، سېفران فاټا له 16 ارب 93 کروړ، ګلګت بلتستان بلاک له 15 ارب 39 کروړ، اے جے کے بلاک له 22 ارب 74 کروړ، نېشنل هائی وے اتھارټی له 2 کھرب 53ارب98 کروړ، واپډا پاور سېکټر 40 ارب 26 کروړ، د اوبو او برېښنا ډویژن له 30 ارب 35 کروړ، سپارکو له يو ارب 61 کروړ90 لكهه، سائنس ټېکنالوجیکل ریسرچ ډویژن له 87 کروړ 39 لكهه، ریونیو ډویژن له70 کروړ 71 لكهه، رېلوېز ډویژن له 19 ارب 38 کروړ، پورټس اېنډ شپنګ ډویژن له يو ارب 45 کروړ، د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات ډویژن له يو ارب 98 کروړ، پټرولیم او قدرتی وسيلو له 14 ارب 50 کروړ، پاکستان اټامک انرجی کمېشن له 11 ارب 10کروړ، هېواد كښې د روغتيا اسانۍ له ښه كولو له 9 ارب 23 کروړ، نېشنل فوډ سېکورټی ریسرچ ډویژن له يو ارب، د لوړو زده كړو كمېشن له 19 ارب ایک کروړ، داخله ډویژن له 11 ارب 88 کروړ، فنانس ډویژن له13 ارب 49 کروړ، ایوی ایشن ډویژن له 2 ارب 83 کروړ 73 لكهه، کیډ ډویژن له2 ارب 50 کروړ، کامرس ډویژن له 28 کروړ 50 لكهه او د موسمیاتی بدلون ډویژن له 52 کروړ 97 لكهه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړي دي۔ پلاننګ کمېشن د يو خاص تګلار تر سېوري لاندې بېلو وزارتونو او ډويژنو له فنډز جاري كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں