وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملیریا خاتمې پحقله سمټ كښې ګډون لپاره ورسېد

image
APP72-17 LONDON: April 17 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi being received by Special Representative of the British Foreign Minister David Pearey and Pakistan High Commissioner to the UK Syed Ibne Abbas upon arrival. APP

لندن 18 اپرېل(اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملیریا خاتمې پحقله سمټ كښې ګډون لپاره رسېدلے۔ د مليريا خاتمې لپاره د دولت مشتركه مشراننو غونډې په موقع لندن كښې كېږي۔ سمټ د بل اېنډ ملنډا ګېټس او نورو نړيوالو دارو په اشتراك كېږي او دې ته به پرنس آف وېلز هم وېنا كوي۔ د يادونې وړ ده چې د كال 2000 نه تر اوسه د شويو هلو ځلو په نتېجه كښې ګرده نړۍ كښې د مليريا له امله په 60 فيصده مرګونو قابو موندلې شوے دے او دې څخه د ټولې نړۍ د 70 نه زيات كسانو ژوند بچ شوې۔ د نړۍ نيمائي برخه اوس هم د مليريا خطر سره مخ دي او ټوله نړۍ كښې 5 لكه نزدې كسان هر كال د مليريا له امله مري۔ د مليريا خاتمه د ملګرو ملتونو د كوټلې پرمختيائي اهدافو برخه ده٬ د مليريا خاتمې لپاره خرڅ كړې شوې يو ډالر په معاشي او سماجي توګه د بحالۍ سوب جوړېږي۔ په لندن كښې په د مليريا سمټ كښې نړيوال مشران٬ دولتونه او روغتيا لپاره كار كوٶنكې ادارې په ګډه د كار كولو موقع وركوي۔ سمټ كښې به سياسي٬ سماجي٬ اقتصادي مشران او د صحت او ټېكنالوجۍ پوهان به د مليريا د بشپړه خاتمې په پاليسۍ كار كوي

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں