بايد حكومت او اپوزېشن قامي چارو تر سره كولو لپاره تږ لارې جوړه كړي۔د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري وئېلي دي بايد حكومت او اپوزېشن قامي چارو تر سره كولو لپاره په ګډه تږ لاره جوړه كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال وكړه۔ده ووئيل زه د حكومت او اپوزېشن ټولو غړو له د نوې كال مباركي وركوم۔تېر كال د زياتو ستونزو سره ختم شوې او نوې كال پیل شوې بايد مونږ دا موقع ضائع نه كړو۔ ده ووئېل د نوي كال پیل په بېل انداز كول غواړم٬حكومت٬اپوزېشن٬عدليه او پوځ مهمې ادارې دي۔په آئين كښې د دې ادارو ترمينځه اختيارات تعين شوې۔ده ووئيل د هېواد د آبادۍ 60 فيصده برخه په ځوانانو مشتمله ده۔د دغې ځوانانو سباؤن له به مونږ له په ګډه كار كول وي٬مونږ له په قامي چارو اتفاق سره مخ په وړاندې تګ غواړي۔ ده ووئېل ټول سياسي ګوندونه خپله سياسي ايجنډا او منشور لري۔د اپوزېشن او حكومت ترمينځه په ډېرو چارو اتفاق راتللې شي بايد په ګډه سره كار وكړو۔ ده ووئېل د چيف الېكشن كمشنر او د الېكشن كمېشن غړو غوره كولو٬ د احتساب قانون او د آرمي ايكټ غوندې په چارو اتفاق راتلې شي۔ده ووئيل د عدليې احترام كوم بايد حكومت او اپوزېشن په قامي چارو يو موټې كېدو سره شريكه تږ لاره جوړه كړي

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں