د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې كراچې د پاكستان معاشي مركز دے٬ وزيراعظم عمران خان د كراچې اولس د درد مداوا او ښار ته نوې ښكلا بخښلو لپاره پوخ عزم لري۔ د سندھ اولس د چوپټ راج نه بېزاره دے۔ د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به د ګل په ورځ په كراچې ګورنر هاؤس كښې د پاكستان تحريك انصاف د اسمبلې غړو او اتحاديانو سره ملاقات كوي او په حب بلوچستان كښې به د 1320 مېګاواټه پاور پلانټ پروژې پرانسته كوي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې وزيراعظم به د اېم كيو اېم او د جي ډي اے مشرانو سره په ګډه د اصلاح احوال لار هواره كړي۔ هغې ووئيل چې باب الاسلام سندھ تاريخي اهميت لري او دا په معاشي او اقتصادي توګه مستحكم كول زمونږ وړومبې ذمه واري ده۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں