په دې سخت وخت كښې د پاکستان حکومت او اولس د كمشيريانو سره دې

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پی پی) د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو وفاقی وزیر علی امېن خان ګنډاپور په آزاد کشمیر كښې د زلزلې له امله په شوي مالي او ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي په دې سخت وخت كښې د پاکستان حکومت او اولس د كمشيريانو سره دې، وزیراعظم د نړيوالو لارښودو او ادارو مشرانو سره ملاقاتونو كښې د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په نیویارك كښې د تحریك انصاف آزاد کشمیر صدر بیریسټر سلطان محمود سره د ملاقات په مهال وكړه۔ په دې موقع وفاقی وزیر میرپور او جاتلاں آزاد کشمیر كښې د زلزلې له امله په شوي ځاني او مالي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال بیرسټر سلطان محمود د زلزلې نه پس د صورتحال په اړه وفاقی وزیر خبرولو سره ووئيل د تحریك انصاف کارمندان د مرستې په هلو ځلو كښې برخه اخلي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې پاکستان حکومت او اولس د کشمیریانو سره ولاړ دې۔ علی امین ګنډاپور ووئيل عمران خان د نړيوالو لارښودو او ادارو مشرانو سره ملاقاتونو كښې د كشمير مسئله په ښه ډول وړاندې كوي۔ کشمیریانو ته د هغوي خپل حق تر ترلاسه كيدو به مونږ په آرام سره مه كېښنو۔ ده ووئيل پھ 27 ستمبر به کشمیریان او پاکستانیان پھ ګن شمير كښې په نیویارك كښې د کشمیریانو سره د يووالي څرګندونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں