وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ ته د كاروبار آسانولو په اړه قوانين ٬ رېګولېټري فرېم ورك سمولو او آسانولو لپاره اړوند ډلو سره د مشاورتي عمل بشپړولو امر وكړو۔ د وزيراعظم عمران خان

image
APP76-28 ISLAMABAD: August 28 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting regarding ease of doing business at PM Office. APP

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سرمايه كارۍ بورډ ته د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د كاروبار آسانولو په اړه قوانين او رېګولېټري فرېم ورك سمولو او آسانولو لپاره اړوندو ډلو سره مشاورتي عمل زر د بشپړولو امر كړے دے۔ ده دا امر په وزيراعظم آفس كښې د رېګولېټري خنډانو لرې كولو په اړه د غونډې مشرې په مهال كړې۔ په غونډه كښې د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د اداره جاتي اصلاحات سلاحكار ډاکټر عشرت حسېن، د سرمايه کاري بورډ چيئرمين زبېر ګېلاني،د پنجاب د صنعت صوبائي وزير مياں اسلم اقبال، د نړيوال بانك كنټري ډائرېكټر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم دا هم امر وكړٶ چې غېر ضروري ضابطې كمولو عمل هم څومره جې زر كېدې شي بشپړه كړې دغسې چې كاروباري كښې آساني پېدا شي او كاروباري ورورولئ په خاص توګه كاروبار پېل كوٶنكو كمپنو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن غونډې ته ووئيل كاروبار كښې آسانو لپاره رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره اړوندو ډلو سره د مشاورت عمل روان دے٬ دې عمل كښې غېر متعلقه يا د متروك رېګولېشن خاتمه٬ په اوسني رېګولېټري فرېم ورك نظر ثاني كول او په موجوده قوانين كښې بدلون كول شامل دي۔ غونډې ته دا ووئيل شول د اي كامرس د لارې كاروباري لېن دېن كښې سپېځلتيا او سمونه باوري كولو لپاره ډيجيټل “بزنوس رېګولېټري مېپنګ پورټل” هم وضعه كړې شوې ٬ آټومېټكل طريقې سره كاروباري ورورولۍ ته د آسانيو ترلاسه كېدو سره سره به په نظام كښې سپېځلتيا راشي۔ د پنجاب د صنعت وزير وزيراعظم ته ووئيل د پنجاب واكمندو ټېكسونه يو كولو ٬ د معائنو خاتمه ٬ د ون ونډو آسانۍ وړاندې كول او د پنجاب سمارټ رېګولېشن اېكټ معرفي كولو پشمول كاروبار كښې آسانۍ لپاره يو شمېر اقدامات كړې ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د ډيجيټل اكانومي ودې او كاروبار پېل كولو لپاره ډيجيټل حل پلو خاص پاملرنه پكار ده دغسې چې دوي ته د آئي ټي په څانګه كښې د خپلو صلاحيتونو څخه د استفادې كولو موقع په لاس ورشي۔ وزيراعظم ووئيل سرمايه كارو ته آسانۍ او كاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو ته حكومت پاملرنه كوي ٬ د رېګولېټري طريقه كار د آټو مېشن او مطلوبه معلومات په آن لائن ترلاسه كېدو سره به كاروباري عمل په ښه ډول ترسره كېدو له مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د وزيراعظم امر له مخې د پټروليم ٬ هاٶسنګ او تعميرات ٬ پاور ډويژن او د سرمايه كارۍ بورډ خپلو خپلو ډويژنونو كښې غېر ضروري رېګولېټري خنډان لرې كولو په اړه مصنوبې به زر وړاندې كوٶ۔ وزيراعظم امر وكړٶ نور ټول ډويژنز دې هم دا ډول منصوبې وضع كړي او منظورۍ او عملدرآمد لپاره دې راوړاندې كړي۔(ګ ل

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں