د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد سره ملاقات كښې څرګندونې

image

اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د منطقې امن او استحكام افغانستان كښې امن سره تړلې دې٬ طاقت كارول د افغان مسئلې حل نه دې٬ امريكا – طالبان مذاكرات به ډېر زر بحال شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ افغان امن عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل زاد سره ملاقات كښې وكړې۔ ملاقات كښې د افغان امن عمل پشمول په منطقه كښې د امن او امان پھ مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان د اولې ورځې څخه پھ خپل دريځ كلك ولاړ دې چې طاقت كارول د افغان مسئلې حل نه دې٬مونږ هيله لرو چې د امريكا او طالبانو ترمينځھ مذاكرات به ډېر زر بحال شي۔ ده ووئيل پاكستان به د شريكې ذمه وارۍ له مخې افغان امن عمل كښې خپل مصالحانه كردار اخلاص سره ترسره كوي۔ زلمے خليل زاد خارجه وزير د افغان طالبان او امريكې ترمينځه د پلاوي په كچه د شويو مذاكراتو تفصيلات څخه خبر كړو۔ افغان امن عمل لپاره د امريكې استازي زلمے خليل زاد افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د مصالحانه كردار ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں