د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې سي پېك زمونږ وړومبې ترجيح ده، د سي پېك په اړه امريكائي اندېښنو سره اتفاق نه لرو، دا لويه پروژه زمونږ د اقتصادي پرمختګ ضامن ده، دې پروژې سره به نه يوازې په پاكستان او چين بلكې د ټولې منطقې د اقتصادي پرمختګ او خوشحالې نوې لارې پرانستل شي، د شهدو نه خوږه، د هماليه نه لوړه او د سمندر نه ژوره د پاك چين دوستي په نړۍ كښې مثال دے. هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې وكړې. د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د سي پېك پروژې په اړه امريكائي اندېښنو سره اتفاق نه لرو، دا پروژه زمونږ د اقتصادي پرمختګ ضامن ده. هغې ووئيل چې چين زمونږ نزدې ملګرے دے او د ازمېښت په هر وخت كښې ئې زمونږ ملګرتيا كړے. هغې ووئيل چې د شهدو نه خوږه، د هماليه نه لوړه او د سمندر نه ژوره د پاك چين دوستي په نړۍ كښې مثال دے. ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د سي پېك له مخې د اقتصادي ځايونو جوړېدو سره به اولس لپاره خوشحالي او د روزګار موقعې پېدا شي. د چين څخه په ترلاسه شوي كمرشل قرض كښې به په راتلونكو مياشتو او كلونو كښې كمې په نظر راشي.

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں