ټوکیو 24 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان او هند پھ تاريخي كرتار پور صاحب راهدارۍ لوظ نامه لاس ليك وكړو٬د ورځې به 5 زره سيكهان د ويزې نه غېر ګورداوره كرتارپور صاحب كښې خپل مذهبي رسومات ترسره كولې شي۔ د پاكستان د اړخه د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل او د هند د خارجه چارو وزارت جوائنټ سېكتر اېس سي اېل داس په لوظ نامه لاس ليك كړی ده ۔د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كرتار پور راهدارۍ لو ظنامه د وزيراعظم عمران خان د سيكهانو سره د لوظ ترمخه شوې۔د لوظ نامې ترمخه به 5 زره سيكهان د ويزې نه غېر ګورداوره كرتارپور صاحب كښې خپل مذهبي رسوماتو ترسره كولو لپاره راتلې شي۔ په سركاري رخصتۍ او د بېړې كوم هم صورتحال كښې به دا آسانۍ نه وي۔د داسې صورتحال په حقله به پاكستان هند د وړاندې څخه خبروي۔د لوظ نامې ترمخه به د سيكهانو په پاسپورټ د ويزې لګولو حاجت نه وي۔بهر هېواد كښې مېشته سيكهانو له به د هند او ريجن كارډ د دې آسانيو اجازه وي۔ سره د چېلنجونو لوظنامه لاس ليك كول د وزيراعظم د كلك عزم څرګندونه ده۔ په 9 نومبر به وزيراعظم د دې پرانسته كوي