پاك چين سټريټجك پارټنرشپ سره به د آئي ټي په څانګه كښې پراخا موقعې رامخې ته شي٬ شزه فاطمه

image

بیجنګ۔2جولائی(اے پی پی) د آئی ټی او ټېلي كميونيكېشن وزیر مملکت شزہ فاطمه خواجه وئيلي دي چې د پاکستان او چین ترمينځه په تلپاتې تزويراتي مرسته اډانه همكارۍ سره به د آئي ټي په څانګه كښې ځانګړې موقعې رامخې ته شي٬ سی پېک د پاكستان او چين ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې د سنګ بنياد په توګه كار كوي٬ د سي پېك په منصوبو كښې د ډیجیټل ټېکنالوجیز انضمام سره به د معاشي پرمختګ ٬ د روزګار موقعې رامخې ته كېدو او د تلپاتي پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د ګلوبل ډیجیټل اکانومی کنفرنس 2024 پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د چين د آئي ټي ماركيت پراخا صلاحيت د پاكستان په شمول بهرني كمپنيو لپاره د خپل كاروبار او برآمداتو زياتولو يوه موقعه وركوي۔ د پاكستان او چين ترمينځه همكاري پرله پسې زياتېږي كومه چې د شريكې مرستې او پرمختګ د پخوانيو رواياتو عكاسي كوي٬ دا همكاري به د آئي ټي په څانګه كښې پراخا امكانات لټولو له ګټوره ثابت شي۔ شزه فاطمه وئيل د پاكستان آئي ټي سېكټر د هېواد په اقتصادي پرمختګ لپاره د يوې قومي څانګې په توګه رامخې ته شوې دې۔ په كال 2022 كښې د كېرني ګلوبل سروسز لوکېشن انډېکس له مخې پاکستان آؤټ سورسنګ لپاره تر ټولو زيات كشش لرونكے مقام دے۔ پاکستان هر كال نزدې 75,000 آئی ټی ګرېجوېټ پېدا كوي۔ دې ووئيل په جي ډي سي اېل 2024 كښې د پاكستان 20 اعلیٰ آئی ټي كمپنۍ ګډون كوي او هيله ده چې د چين او پاكستان ترمينځه د آئي ټي مرسته زياتولو له به د تفاهم لوظنامې لاس ليك شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې جي ډي اي سي به 2 څخه تر 5 جولائي 2024 په چائنا نېشنل کنونشن سېنټر (بیجنګ) كښې كيږي۔ د كنفرنس سرخط ” د ډیجیټل انټېلی جنس په مرسته د ډیجیټل معیشت د نوي دور پېل ” دے۔

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں