په هيواد كښې د ګاز او تيل لټون لپاره د چينائي شركت په شمول 8 شركتونو سره لوظنامې لاس ليك كړې شوې٬ (ابتدائي خبر)

image

اسلام آباد۔24 جنوری(اے پی پی) په هېواد كښې د ګاز او تېل لټون لپاره د چينائي شركت په شمول 8 شركتونو سره لوظنامې لاس ليك كړې شوې۔ د شورؤ په ورځ د لاس ليك دستوره كښې د توان نګران وفاقي وزير محمد علي ٬ د توان سېكتر او د بېلو شركتونو اېم ډيز ګډون وكړو۔ دې لوظنامو سره به په مجموعي توګه د 43 ملین ډالر سرمايه كاري وشي او د دې مقصد د خصوصی سرمایه کاری سهولت کونسل لاندې د توان په ستونزه قابو موندل او پنګې زياتول دي۔ د لوظنامو له مخې په بلوچستان كښې به درې ځايونو ٬ سندھ كښې څلورو ځايونو او پنجاب كښې يو ځاې كښی تېل او ګاز لټولے شي۔ د تېل او ګاز په څانګه كښې د سرمايه كارۍ زياتولو وژن له مخې لوظنامو ته به تر 100 ملين ډالر پراختيا وركولې شي۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں