اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي “دي اكانومسټ”سره به د عمران خان د ګهوسټ آرټيكل خپرولو معامله چېړلې شي۔۔دي اكانومسټ كښې په مبينه توګه د عمران خان په حقله د خپور شوي مضمون په اړه د جمعې په ورځ په سماجي رابطه پليټ فارم”ايكس”خپل ټوېټ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل د “دي اكانومسټ “ايډيټر ته به په ښكاره توګه د عمران خان لخوا د ليكلي آرټيكل په اړه ليكلې شي۔ده ووئيل دا خبره د حيرانتيا او پرېشانۍ وړ ده چې د ميډيا يوې معزز ادارې د يو داسې كس په نامه مضمون خپور كړے كوم چې په زندان كښې پروت دے او هغه سزاوار شوے۔ده ووئيل اخلاقي معيارات په ځاے ساتل او ذمه واره صحافت ته وده وركول ډېر ضروري دي ۔د اطلاعات نګران وفاقي وزير ووئيل مونږ په دې پوهېدل غواړو چې “دي اكانومسټ ” د مضمون خپرولو په اړه ادارتي پريكړه څنګه كړی؟د موادو قانوني حېثيت او د اعتبار په اړه كومې خبرې تر نظره ساتلې شوي ؟ده ووئيل”دي اكانومسټ”چرته د نړۍ كومې بلې برخې څخه په زندان كښې د بنديوان سياستمدارو ګهوسټ آرټيكل هم شائع كړے؟وفاقي وزير ووئيل كه چرته په زندان كښې بنديوان مجرم ميډيا ته د ليكلو آزادي ولري نو هغه به خپلو يو اړخيزه ګيلو نشر كولو لپاره عمر له دا موقع كاروله۔