لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن قبله اياز وليدل

image

اسلام آباد 02 اکتوبر(اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي په ټول هېواد كښې مذهبي همغږۍ ته ودې وركولو لپاره به اسلامي نظرياتي كونسل له لا متحرك كېدل وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن قبله اياز سره د ملاقات په مهال كړې۔په دې موقع قبله اياز وزيراعظم ته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان په بشپړه نمائندګۍ كولو پېرزوئنې وړاندې كړې ۔د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن وزيراعظم په هېواد كښې د مذهبي همغږۍ موجوده صورتحال نه خبر كړو۔ده وزيراعظم ته د اسلامي نظرياتي كونسل مجلس عامله غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔وزيراعظم ووئيل اسلامي نظرياتي كونسل په هېواد كښې د مذهبي همغږۍ او امن او امان په ځاې ساتلو لپاره فعاله كردار ادا كوي٬ په ټول هېواد كښې مذهبي همغږۍ ته ودې وركولو لپاره به اسلامي نظرياتي كونسل له لا متحرك كېدل وي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں