د خيبر پښتونخوا بلدياتي ضمني ټاكنو پولنګ عمل به ماښام تر 5 بجې د كوم تعطل نه غير روان وي٬ د اليكشن كميشن وياند

image

اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا بلدياتي ضمني ټاكنو پولنګ عمل به ماښام تر 5 بجې د كوم تعطل نه غېر روان وي٬ 5 بجو څخه وروستو به يوازې د پولنګ سټېشنز په احاطه كښې وړاندې څخه موجود كسان ووټ كارولې شي او د الېكشن كمېشن د ضابطه اخلاق لمخې ميډيا به تر ماښام 6 بجې كومه غېر سركاري نتيجه خپرولې نه شي۔ د الېكشن كمېشن وياند ووئيل الېکشن کمېشن د پولنګ په مهال او پولنګ څخه وروستو ټولو سېكورټي ادارو او انتظاميې ته د چمتو او بېدار پاتې كېدو وئيلي دي۔ دغسې د ووټونو د شمېرې په مهال به امنيت لا ټينګولې شي۔ د الېكشن كمېشن وياند وئيلي چې ټوله پولنګ عمله او پولنګ مېټريل دې حفاظت سره د ريټرنګ آفيسرز دفترونو ته رسولو له ټول وسائل وكارولې شي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں