اسلام آباد 18 اګست (اے پی پی) ګوهر اعجاز د تجارت نګراں وفاقی وزیر په حيث ذمه وارۍ سنبال كړي۔ د تجارت وزارت د اړخه جاری شوې بيان له مخې ګوهر اعجاز ته کامرس ډویژن او د صنعت مهمو كارونو او ذمه وارو په اړه يو كوټلې بریفنګ وركړے شو۔ نګراں وزیر ګوهر اعجاز د هېواد ایکسپورټ تر 80 اربه ډالره رسولو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د هېواد تجارتی او صنعتی منظرنامي له د يو نوي جهت وركولو عزم سره راغلے يم، تجارتی څانګو كښې كړكيچن صورتحال يو چیلنج ګڼلو سره حل کول غواړم۔ ده ووئيل اراده لرم چې لنډه موده كښې ریاستی کاروباری ادارې ګټه ورې جوړې كړې شي۔ ده ووئيل سپیشل اکنامك زون كښې به ګارمنټس لپاره فلیګ شپ پراجېکټ لانچ کولې شي۔