د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د نګران كابينې غړو ته په سوګند پورته كولو مباركي وركړه

image

اسلام آباد۔17اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د نګران كابينې غړو ته په سوګند پورته كولو مباركي وركولو سره د هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ سېكټرېټ له مخې ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې نګران كابينه به د هېواد سلامتيا٬استحكام او پرمختګ لپاره خپل ټول صلاحيتونه وكاروي۔ ده ووئيل چې نګران حكومت كښې شامل وزيران قابل٬ صلاحيت لرونكي٬ تجربه كار او هېواد سره مينه لرونكي شخصيات دي٬ د هغوي د هڅو څخه به د هېواد د مسئلو په حل كښې ځانګړې ښه والې راشي

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں