د تاجرانو د ستونزو هوارول د حکومت اولنۍ ترجيح ده ٬ د آئي ايم ايف پروګرام منظوريدل د ټيم ورك نتيجه ده ٬ وزيراعظم شهباز شريف

image

لاہور۔ 15 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د تاجرانو د ستونزو هوارول د حکومت اولنۍ ترجيح ده، ټول سياستوال، تاجران، بيوروکريسي او اسټيک هولډرز له به په ګډه د رياست پاكستان چارې مخ په وړاندې بوتلل وي ٬ د هېواد پرمختګ له به 24 كروړه اولس له سوچ كول وي ٬ د آئي اېم اېف پروګرام منظوري د ټيم ورك نتيجه ده ، د آئي اېم اېف پروګرام بحالي خوشبين ده په دې ټولې ډلې ته مباركي وركوم٬ آِئي اېم اېف په تېر وخت كښې د رامخې ته شوې بې باورۍ د لاسه تحفظات لرل ٬ تر 12 اګست زمونږ حكومت دے بيا به نګران حكومت راشي٬ له ټاکنو وروسته که خلک مونږ وټاکي، نو د آئي اېم اېف په مرسته به معيشت مستحكم كړؤ۔ ده د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د چېمبر آف كامرس انډسټري عهدېدارانو او د بزنس كميونټي مشرانو سره ملاقات څخه وروستو خطاب كولو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان٬ وفاقي وزيران٬ قامي احتساب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال احد چيمه٬ د بېلا بېلو څانګو چارواكي او سېكتران، طارق باجوه، شهزاد علي ملك، ميا مصباح الرحمان، حفيظ نعمان، محمد علي ميان، ميا انجم نثار، خالد بټ، ميا كاشف انور او نور هم موجود وو۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د وېډيو لنك له لارې ګډون وكړو۔ده ووئيل د حكومت بنيادي فرض صنعت كارۍ ٬ كركيلې او تجارت لپاره چې څه هم كولې شي بايد وكړي۔ ده ووئيل كومو سختو حالاتو سره چې مخ يوو ستاسو په وړاندې دي٬ ده ووئيل د پاك پروردګار فضل دے چې د آئي اېم اېف بورډ پروګرام په ګډه د هڅو كولو په نتيجه كښې منظور كړے شو۔ دا لوظنامه 9 میاشتو لپاره ده۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف د اېم ډي مې د ټېلېفوني د لارې مننه وكړه۔ ده ووئيل دا منظوري امريكې هم خوشبينه ګرځولې ده۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د لوظنامو د خلاف ورزيو له امله ستونزوې رامخې ته شوې خو په ګډه كار كولو سره د پاك پروردګار په فضل د آئي اېم اېف پروګرام بحال شو۔ ده وئيل چين 5 بلينه ډالره په تېرو 5 مياشتو كښې پاكستان لپاره رول اوور كړې دي او دې سره مونږ ديفالټ كېدو څخه بچ شوي يؤ۔ ده ووئيل د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې بزنس كميونټي مهم كردار لري٬ تاسو عظيم پاكستاني خلق يۍ ٬ سرمايه كاري كوۍ ٬ خطرو سره مخ كېږۍ او د بېنكونو څخه قرضونه اخلۍ٬ ده ووئيل څه سبب دے چې كوم هېواد يوازې پټ سن پېدا كولو او جوړولو نن هغه كاټن امپورټ كوي پاكستان څخه زيات وړاندې تللے دے۔ مونږ له به سوچ كول وي او دا ځكه چې د بزنس كميونټي مسئلې به حل كول وي٬ پاكستان د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرولو له به مونږ ټولو له كار كول وي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د ډيل په اړه مو اولس خبر كړې چې په دې كښې مونږ له كومو پړاؤنو څخه تېر شؤ٬ مونږ د پاك پرورګار په فضل هېواد ډيفالټ كېدو څخه وساتلو۔ سعودي عربستان څخه د 2 اربه ډالرو ٬ يو اے اي څخه د 1 ارب ډالر او د آئي اېم اېف لخوا 1.2 ارب ډالر په خزانې كښې جمع كېدو سره د هېواد پنګې په مجموعي توګه 14اربه ډالرو ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف پروګرام په كېدو ټولو ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مې د آئي اېم اېف اېم ډي سره خبره وكړه او د هغې مې مننه وكړه۔ ده ووئيل اتحادي حكومت ملګرو هېوادونو سره اړيكې بحال كړې ٬ مونږ زياته خواري كولو سره دا اړيكې ښې كړې ٬ دا د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او په ګډه د هڅو كولو نتيجه ده٬ ذاتي ګټې مو په ملي ګټو قربان كړې ٬ په تېر وختونو كښې د لوظنامو د خلاف ورزيو له امله چارې پېچلې شوې وې۔ ده ووئيل ټولو له به سره د ټولو ستونزو په ګډه د خپلې برخې كردار ترسره كول وي او مونږ له نن لوظ كول وي چې د بې وزلو ستونزې حل كولو د ټولو ذمه واري ده۔ ده ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف په دور كښې د پېل كړې شويو منصوبو سر ته رسولو كښې د تاخير له امله په دې مصرف كېدونكي رقم كښې 30 نه 40 اربه روپۍ اضافه وشوه۔ ده ووئيل په كال 2008 كښې مو 1122 ټولو پنجاب ته ورسولو ولې چې دا يوه ښه منصوبه وه عمران خان په څلور واړو صوبو كښې خپل مخالفين ظلم سره مخ كړل۔ ده ووئيل د حالاتو تقاضا دا ده چې ټولې ادارې د خپل آئيني حد دننه پاتې كېدو سره کوآرډینیشن وكړي۔ ده ووئيل د برېښنا په بيعه كښی زياتوالې زمونږ مجبوري ده٬ د برېښنا غلا او د لائن لاسز مخنيو لپاره به اقدامات كول وي دغسې چې بې وزله و ګړي اووربلنګ سره مخ نه كړې شي۔ ده ووئيل د كال 1990 په لسيزه كښې پخواني وزيراعظم اکنامک ریفارمز وكړل او ددې غوره نتيجې رامخې ته شوې۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں