د سېنېټ چيئرمېن او دوهم چيئرمېن سكردو كښې كوسټر ته په رامخې ته شوې پېښه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

image

اسلام آباد۔17جولائی(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په سكردو كښې كوسټر ته د رامخې ته شوې پېښې په نتيجه كښې د يو شمېر كسانو په حق رسېدو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د غم په دې وخت كښې د حق رسېدليو كسانو ځپليو كورنيو سره يو برابر شريك يؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفریدی هم په خپل پېغام كښې په سكردو كښې كوسټر ته د رامخې ته شوې پېښې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان افسوس ښكاره كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں