سږ كال د لله جهلم ډبل روډ بيا رغونې لپاره يو ارب 80 كروړه روپۍ بېلې كړی شوې دي۔ بلال اظهر كياني

image

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د معيشت او توان كوآرډينېټر بلال اظهر كياني وئېلي دي چې لله جهلم ډبل روډ بيا رغونه د سيمې خلقو پخوانۍ غوښتنه وه٬ د دې په تعمير نه كار ودرولې شوې او نه دا بند كړې شوې٬ دا پروژه به ضرور بشپړېږي۔ د لله جهلم ډبل روډ په ستره لار روان تعميراتي كار په اړه په خپل بيان كښې ده ووئيل چې رېښتيا پټېدې نه شي ځكه چې د دروغو پښې نه وي۔ده ووئيل چې سږ كال د لله جهلم ډبل روډ بيا رغونې لپاره يو ارب 80 كروړه روپۍ بېلې كړی شوې دي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال مننه كوم چا چې زمونږ په خواست منظور كړی شوې بجټ كښې د لله جهلم سړك لپاره يو ارب 80 كروړه روپۍ بېلې كړي۔

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں