پیښور11جولائی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان به ډېر زر په خپلو پښو ودرېږي٬ګراني به كمه شي٬د آئي اېم اېف پروګرام مو خوشحالۍ سره نه دې قبول كړی٬ د كركيلې څانګه د پاكستان تقدير بدلولې شي٬د كركيلې څانګې پرمختګ او برآمدات زياتولو له مو بشپړه منصوبه بندي كړې ده٬ سفارش او كرپشن هېواد ته زيان رسولې دې٬يو لېپ ټاپ به هم د سفارش او تعلق په بنياد وركولې نه شي٬پاكستان به په راتلونكو څو كلونو كښې منطقه كښې د يو څوكاله پرمختګ كړي هېواد په توګه رامخې ته كړې شي٬سعودي عرب په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ د دوه اربه ډالرو په راكولو د سعودي حكومت مننه كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د فاټا پوهنتون فيز ون پرانستې او د لېپ ټاپ وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي٬نګران وزيراعلٰی اعظم خان٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب٬د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم مرستياله شزه فاطمه٬د وزيراعظم خاص مرستيال انجينئر امير مقام٬عطاﺀ تارړاو د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل په دې راته خوشحالي او اطمينان شوې چې نن مو پیښور كښې د لېپ ټاپ سكيم پېل كړو۔دا صوبه د رحمان بابا ٬خوشحال خان خټك سيمه او د غېرتمندو خلكو خاوره ده۔ دې صوبې پاكستان د ترهه ګرۍ څخه بچ كولو له تاريخي كردار ترسره كړې دې۔دې صوبې سره د تعلق لرونكو قربانيو نه غېر د ترهه ګرۍ لعنت ختمېدې نه شو۔ده ووئيل يو لاك لېپ ټاپ په ګرد هېواد كښې د اهليت په بنياد وېشلې شي۔لېپ ټاپ ترلاسه كونكو زده كونكو ته مباركي وركوم۔ده ووئيل په پنجاب كښې مو لېپ ټاپ سكيم پیل كړې و او دغې سره لېپ ټاپ ترلاسه كونكو طالبعلمانو په ګرده نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړه۔ده ووئيل كه زما وس وې نو ما به د يو لك په ځاې لس لكه لېپ ټاپ وركړي وو۔ده ووئيل مونږ د مجبورۍ نه آئي اېم اېف ته لاړو او د آِئي اېم اېف پروګرام مو خوشحالۍ سره نه دې قبول كړې۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان به ډېر زر په خپلو پښو ودرېږي۔ده ووئيل سعودي عرب په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬د دوه اربه ډالرو په راكولو د سعودي حكومت مننه كوو۔ده ووئيل كه په راتلونكو ټاكنو كښې اولس مونږ ته موقع راكړه نو د آبادۍ تناسب سره به هره صوبه كښې هر كال لېپ ټاپ وېشلې شي۔دې سره به د كركيلې صنعت او نورو څانګو حالت بدل شي۔ده ووئيل د كركيلې آئي ټي٬معدنيات او برآمدات كښې اضافې لپاره بشپړه پالېسۍ جوړولې شي۔ده ووئيل كه مونږ نور وخت ضائع كول پرې ږدو او د 9 مئي په څير پېښو سباؤن كښې مخ نيوې وكړو نو پاكستان د لا پرمختګ پړاونه ترسره كولې شي۔ده ووئيل د نوې پوهنتون نامه بايد فاټا يونيورسټي نه وي د دې بل كوم نوم تجويز كېدې شي٬مشاورت سره دې د پوهنتون كوم بل نوم وټاكلې شي۔ دستورې ته د خېبرپښتونخوا ګورنر٬خصوصي مرسستيالې شزه فاطمه او خاص مرستيال انجينئر امير مقام هم خطاب وكړو