بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستاني وګړي د هيواد لائف لائن دي٬ د پاكستان په ځايې د عمران خان لائف لائن جوړيدو غندنه كوم ٬ د دفاع وزير

image

اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي د هېواد لائف لائن دي٬ د پاكستان په ځايې د عمران خان لائف لائن جوړېدونكو او هېواد ته د ترسيلات بندونكو غندنه كوؤ٬ په بشري قاچاق كښې د ككړو عناصرو په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال د دفاع وزير ووئيل په ايوان كښې د كشتۍ په رامخې ته شوې پېښه چې څومره هم افسوس وكړے شي كم دے٬ د آزاد كشمير او سيالكوټ په شمول په يو شمېر سيمو كښې كورنۍ ورانې شوي دي٬ بهر هېوادونو ته روزګار لپاره د خلقو د لېږلو عمل د 70 په لسيزه كښې پېل شو٬ اول دا رېګولرائز كړے شو او باقاعده لائسنس وركړے شو وروستو دې د يو جرم شكل اختيار كړو۔ ده ووئيل د يونان د اولس ضمير بېدار شو او هغوي احتجاج وكړو٬ د ټاكنو څخه وړاندې به حكومت له دې معاملې ته خاص پام ګرځول وي او په دې دنده كښې د ككړو كسانو په ضد به فوري ګام پورته كول وي۔ ده ووئيل د هند په شمول د يو شمېر هېوادونو معيشت خراب دے خو پاكستان كښې د روزګار او تعليم نشتوالي د لاسه دا صورتحال نه دے رامخے ته شوے۔ دوئي 35 نه تر 40 لکه روپۍ وركړې وې٬ ده ووئيل د حكومت او اپوزيشن په شمول د ټول ايوان لخوا باور وركوم چې ټول اولس د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې شريك دے۔ وزيراعظم د سوګ ورځې اعلان كړے دے۔ دا خلق د هوائي مېدانو د لارې تللې دي ٬ ټولو ته معلومه ده چې دا ولې روان دي٬ په دې دنده كښې ككړو كسانو په تركيه كښې هم ځان له ځايونه مختص كړې دي۔ ده ووئيل د وائس چانسلرز په اړه مې په خپلو ناوړه ټكو معذرت كړے وو خو دوئي كښې داسې هم شته كوم چې 11 ٬ 11 كالو څخه كار كوي ٬ د قائمه كمېټۍ په طلب كولو هم نه حاضرېږي۔ ده ووئيل زمونږ د تعليمي ادارو يو تقدس او احترام دے دا بايد په هغو لاسونو كښې وي كوم چې په غوره ډول كار كولې شي۔ د پوهنتونونو بجټ 135 اربه روپۍ دے ٬ د دې بجټ كارونكي بايد سم كسان وي۔ ده ووئيل زه هم بهر هېوادونو ته روزګار له تلې وم۔ په 90 لكه پاكستانيانو كښې 65 لکه په خليجي هېوادونو كښې كار كوي۔ دا خلق د پاكستان لائف لائن دي٬ د دوئي ترسيلات زمونږ په معيشت كښې مهم كردار لري۔ ده ووئيل په امريكا كښې د كنسټركشن كاروبار سره تړون لرونكي خلق سرمايه كاري په پاكستان كښې كوي دغه خلقو ته وئيلې شي چې هغوي خپل ترسيلات بند كړي٬ د دې چا هم غندنه نه ده كړې۔ ده ووئيل بهر ناسته يوه طبقه داسې هم شته كومه چې مسيحا عمران خان ګڼي او هغه د پاكستان په ضد لابنګ كوي۔ د دوئي نه علاوه د نورو ټولو سمندر پورې پاكستانيانو لومړۍ ترجيح پاكستان دے۔ ده ووئيل څوك چې د پاكستان په ځايې د عمران خان لائف لائن جوړېدل غواړي٬ د هغوي غندنه كوم ٬ ده ووئيل پاكستان ته د ترسيلات بندوؤنكو غندنه كوم۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں