پوهنتونونه دې په زده كوؤنكو كښې د عدم برداشت، انتها خوښۍ او تشدد مخنيوي او مثبت فکر پلو لارښودنې لپاره خپل رول ولوبوي ٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي نېشنل وائس چانسلرز امن كنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد۔8جون (اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په پوهنتونونو غږ کړې چې په ټولنه کښې په ځانګړې توګه په د زده كوؤنكو كښې د عدم برداشت، انتها خوښۍ او تشدد مخنيوي لپاره خپل بشپړ او فعال رول ولوبوي او مثبت فکر پلو دې د هغوي لارښودنه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ “نېشنل وائس چانسلرز امن كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ چې اهتمام يۍ هائير ايجوكېشن كمېشن ٬ نېكټا او غېر سركاري تنظيم شعور فاؤنډېشن په ګډه كړې وو۔ په كنفرنس كښې د لوړو زده كړو د كمېسيون مشر ډاكټر مختار احمد او د هېواد د بېلا بېلو پوهنتونونو وائس چانسلرانو او د زده كړو پوهانو په ګڼ شمېر كښې ګډون وكړو۔ صدر مملكت ووئيل پوهنتونونه دې د خپلې انتظاميې او فېكلټي غړو د كار استعداد زياتولو له تربيتي سېشنز وكړي۔ دغسې چې په زده كوؤنكو شی د شدت خوښۍ د مخنيوي صلاحيت پېدا كړې شي۔ ده ووئيل په ټولنه كښې ښه اقدارو او اخلاقياتو ته وده وركول ضروري دي۔ كنفرنس كښې د ګڼ شمېر مېرمنو په ګډون د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره صدر مملكت ووئيل د راتلونكو نسلونو په تعليم او تربيه كښې د مېرمنو كردار ډېر مهم دے۔ده ووئيل پاكستان كښې سكولونو څخه د بهر كوچنيانو شمېره 2 کروړه 70 لکه څخه زياته ده۔ صدر مملكت ووئيل قائد اعظم وئيلي چې د مېرمنو نه غېر كوم قوم پرمختګ كولې نه شي۔ مونږ له به ټولنه كښې مېرمنو ته د هغوي جائز مقام وركولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ كنفرنس ته د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن ډاكټر مختار هم خطاب وكړو۔

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں