د قومي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د كورونا وائرس په اړه د پارلماني كمېټۍ غونډه

image

اسلام آباد ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كورونا وائرس مخ نيوي له د سياسي ګوندونو ترمينځه په پراخا بنياد تګلارې له په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پارلماني نمائندګان خپلو خپلو سيمو كښې د دې رنځ په اړه شعور بېدارولې شي او عام اولس ته د پېښو معاشي چېلنجونو او روغتيا چېلنجونو ترمينځه توازن په ځائې ساتلو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پخپله مشرۍ كښې د ګل په ورځ پارلمېنټ هاؤس كښې د كورونا وائرس په اړه پارلېماني كمېټۍ ته خطاب كښې وكړه۔ ده د كمېټۍ سفارشاتو په سمدستي توګه نافذ كولو له د فالو اپ تګلارې په حاجت هم زور راوړو۔ دې مقصد لپاره سپيكر د سناتور شبلي فراز په مشرۍ كښې يوه ذېلي كمېټي جوړه كړه كومه به چی د پارلیمانی کمېټۍ په سفارشاتو د عمل درآمد جاج اخلي۔ د پنجاب د روغتيا صوبائي وزيرې كمېټي د وائرس تشخيص له د ټېسټونو شمېر ٬رنځورانو ته روغتون كښې د وركړې كېدونكو آسانيو او د قرنطينه او آئسو لېشن مركزونو په اړه خبر كړه۔ دې ووئيل تر دې دمه 58000 ټېسټ شوي كومو كښې چی 3721 مثبت راغلي۔ دې ووئيل د ټېسټ ګنجائش 3000 نه د ورځې په سر 21000 ته رسولې شوې۔ د ګلګت بلتستان وزيراعلې حافظ حفیظ الرحمن كمېټۍ ته ووئيل ګلګت بلتستان كښې شوو 2667 ټېسټونو كښې 265 مثبت راغلي۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا وزير ووئيل کے پی کے كښې په لويه كچه د كورونا وائرس كره كتنې ته اړتيا ده ولې چې اندېښنه ده چې كوم كېسونه تر دې دمه رامخې ته شوې دي د دې د لاسه صورتحال لا ناوړه كېدې شي۔ د بلوچستان نمائنده وړاندېز وركړو چې صوبه كښې د كورونا ټېسټ كولو له دې په مناسبه شمېره كښې وی ټی اېم کټس راكړې شي۔ د سندھ د روغتيا وزير كمېټي ته ووئيل د ناكافي طبي آسانيو او د مخ په زياتېدونكو كورونا وائرس كېسونو شمېرې باوجود صوبه د صورتحال مقابلې له هڅه كوي۔ ده ووئيل راتلونكو اوونيو كښې د كورونا وائرس صورتحال نور هم خرابېدې شي۔ ده په مقامي كچه د منتقلۍ مخنيوي له د سخت لاك ډاؤن وړاندېز وركړو۔ ډاكټر ثانيه نشتر كمېټي د خپلې څانګې تازه كاركردګۍ څخه خبر كړه۔ د مخالفې ډلې غړو د وفاقي حكومت په مرسته د صوبو لخوا پورته كړې ګامونه اوستائل۔ دوئي ووئيل ابهام څخه بچ كېدو له دې د متفقه لاك ډاؤن تګلاره وضعه كړې شي۔ خواجه محمد آصف ووئيل دا مهال هېواد د روغتيا او معاشي چېلنج سره مخ دے ځكه د دې چېلنجونو مخنيوي له دې ښكاره تګلاره وضعه كړې شي۔ راجه پروېز اشرف د لاك ډاؤن پالېسۍ په حاجت زور راوړو۔ مولانا عبدالغفور حېدری پنجاب كښې د تبليغي جماعت غړو ته د پېښو مسئلو ذكر وكړو او د دې په سمدستي توګه د حل كولو په حاجت ئې زور راوړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د كمېټۍ د وړاندېزونو ځواب وركولو كښې ووئيل د رمضان المبارک په مهال د روانې وضعې په اړه اولسي شعور بېدارولو له دې مذهبي اجتماعات كښې او جوماتونو كښې عباداتونو په اړه دې د مذهبي سياسي ګوندونو مشران ٬ مذهبي سكالران او علماﺀ كرام خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د اطلاعات او شمېرې له مخې رمضان كښې د دې وباﺀ د خپرېدو زياته اندېښنه ده ځكه چې د روغتيا ادارې لارښوونې په اصولو سختۍ سره عمل كولو ته اړتيا ده۔ ده مشوره وركړه چې مولانا فضل الرحمٰن دې قامي ميډيا له راشي او په دې لړ كښې دې د اولس لارښوونه وكړي۔ اسپیکر اسد قیصر د غونډې په آخر كښې د صوبائي حكومتونو په خاص توګه د پنجاب ٬كے پي كے او بلوچستان هڅې اوستائلې۔ ده باور وركړو چې د تبليغي جماعتونو د ټولو غړو رمضان څخه وړاندې كورونو ته د لېږلو انتظامات شوي ۔ ده په قيمتي رايو وركولو د غړو مننه وكړه او د پارلماني كمېټۍ راروانه غونډه ئې د راروان ګل په ورځ بيا راوبلله۔

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں