ای کامرس پالیسی به د هېواد معيشت د روان دور نوو غوښتنو سره متوافق او كاروباري هلې ځلې به زياتې كړي۔ اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد ۔ 2 اکتوبر (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي ای کامرس پالیسی به د هېواد معيشت د روان دور نوو غوښتنو سره متوافق كړي او كاروبارۍ هلې ځلې به زياتې كړي۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل دې سره به د كاروباري آسانيو نوې اړخونه رامخې ته شي۔ مالی معاملات ډیجیټلائز كولو سره به سرمايه كاري او د صارفينو حقونو تحفظ باوري كړې شي۔ دې ووئيل يو په دوه ټېكس څخه بچ كېدلو له آسان سنګل ټېكس ريټرن فارم به معارفي كولې شي۔ لاجسټک څانګه مؤثره او تند رفتاره جوړولو له به اي كامرس ته اړولې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په تېرو دوه كلونو كښې د اي كامرس څانګه كښې د پېش رفت په نتيجه كښې سېل كښې نزدې يو په دوه زياتوالې شوې دې۔ دې ووئيل دا ګام به د هېواد معيشت پرمختګ او استحكام كښې سنګ ميل ثابت شي

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں