د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر د مسافر بس پېښې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه

image

اسلام آباد ۔ 22 ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري ګلګت څخه د راتلونكي مسافر بس پېښې په نتيجه كښې د قيمتي انساني ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ دې ځائې څخه د جاري شوي بيان لمخې دوئي بابو سر ټاپ ته نزدې سكردو څخه پنډۍ ته د راتلونكي مسافر كوچ پېښې په نتيجه كښې د 26 مسافر په حق رسېدو او 15 نورو په سخت ژوبل كېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ سپیکر او دوهم سپيكر ځائي حكومت ته پېښه كښې ژوبل شويو ته د غوره طبي آسانيو وركولو هدايت وكړو۔ دوئي پېښه كښې د حق رسېدليو بخښنې ٬ د ژوبل شويو زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں