وزيراعظم عمران خان سره د خوراك او د روغتيا څانګې څخه د سرمايه كارو ډلې ملاقات وكړو

image

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د خوراك او د روغتيا څانګې څخه د سرمايه كارو ډلې د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كوونكو سرمايه كارو كښې د ټېكساس څخه اسلم خان٬ ډاكټر باسط جاوېد٬ ډاكټر عابد شېخ او ډاكټر مبشر چوهدري شامل وو۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قريشي٬ د بحري چارو وزير علي حېدر زېدي٬ د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو او د انساني پرمختګ د وسيلو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري هم موجود وو۔ سرمايه كارو د خوراك او روغتيا په څانګه كښې بهترې لپاره په سرمايه كارې كولو كښې خوښي څرګنده كړه۔ دوي په پاكستان كښې د طبي اسانيو بهتر كولو او په خاص توګه په كليوالو سيمو او سپېشلائزډ څانګو كښې د سهولياتو دائره كار په بهتر كولو خبرې وكړې۔ دوي په دې هم خبرې وكړې چې څنكه پاكستاني نژاد فزيشن پاكستان ته تللو سره د كميونټې مرسته كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان د روغتيا په څانګه د تجويز شويو اقداماتو هركلې وكړو او د غېر ملكي سرمايه كارې د ودې په غرض سازګار ماحول پېدا كولو لپاره ئې د حكومت هڅې په ډاګه كړې۔ وزيراعظم د پاكستاني نژاد ډاكټرانو د كردار او د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د دوي عزم وستائيلو۔ وزيراعظم دوي ته په دې لړ كښې د بشپړه اسانيې وركولو باور وركړو۔

مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں