هري پور 22 جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان په كهوليا بالا كښې د 132 كے وي ګرډ سټېشن ناڅاپي دوره وكړه۔ د دورې په مهال وفاقي وزير د نوي آپرېشنل شوي فيډر جاج واخستو۔ په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړے ارشد ايوب خان هم موجود و۔ عملې د ګرډ سټېشن په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔