اسلام آباد هائی کورټ مېګا منی لانډرنګ او جعلی اکاؤنټس رېفرنسز كښې د آصف علی زرداری عبوری ضمانت كښې د پراختيا درخواست رد كړو

image

اسلام آباد ۔10 جون (اے پی پی) اسلام آباد هائی کورټ مېګا منی لانډرنګ او جعلی اکاؤنټس رېفرنسز كښې د پاكستان پيپلز ګوند شريك چيئرمېن آصف علی زرداری عبوری ضمانت كښې د پراختيا درخواست رد كړې۔ په جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کیانی مشتمل ډویژن بنچ د نېب پراسېكيوټر او د آصف علي زرداري د وكيل دلائل اورېدلو څخه وروستو مختصر حكم جاري كړو۔ د اورېدنې په مهال د نېب ایډیشنل پراسیکیوټر جنرل جهانزېب بھروانه دريځ خپل كړو چې دا معامله د څلور نيم اربه روپو ټرانزېكشن ده۔ نېب ته د سپريم كورټ د احكاماتو په رڼا كښې پلټنيو له د كوم هم تورن نيولو بشپړ اختيار وركړې شوې۔ ده عدالت ته خواست وكړو چې د تورنو د ضمانت خواستونه دې رد كړې شي۔ ده ووئيل د 28 نورو جعلي اكاؤنټس په اړه د نېب پلټنې روانې دي۔ جسټس عامر فاروق د نېب پراسېكيوټر ته ووئيل هغه دې دا كېس په ټرائل كښې نه بدلوي او د دلائلو په مهال دې په پاتې شوې كومه نكته دلائل وركړي۔ جهانزېب بھروانه عدالت ته ووئيل زرداری ګروپ او نورو كمپنيو سره د اے ون انټرنېشنل او عمېر اېسوي سي اېټس اكاؤنټس د لارې د اربونو روپو ټرانزېكشن شوې۔ د طلعت اسحاق كېس حواله وركولو سره ده ووئيل سپريم كورټ د تورن د نيولو نېب ته اختيار وركړې ؤ ۔ جسټس عامر فاروق ووئيل دا اختيارات د ضمانت نه وړاندې ګرفتارۍ معامله كښې وركړې شوې وو۔ د آصف زرداری وکیل فاروق اېچ نائیک ووئيل زما موكل د جعلي اكاؤنټس پرانستلو په اړه د مرستې كولو تورن نه دے۔ د نېب چيئرمېن د ګرفتارۍ وارنټ جاري كولو اختيار نه لري۔ دغسې ټرائل كورټ تورنو ته د تورونو فهرست هم وركړې نه دې۔ ده ووئيل يواځې ټرائل كورټ په دې مهال د ګرفتارۍ وارنټ جاري كولې شي۔ ده عدالت ته خواست وكړو چې نېب دې رېفرنسز كښې زما د موكلينو په ضمانت كښې لا پراختيا وكړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې اسلام آباد هائي كورټ د روان كال په مهال 28 مارچ څخه د دائر شوي پټيشنز څخه وروستو د تورن په عبوري ضمانت كښې 5 وارې پراختيا كړې وه

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں