د چين دوهم اولس مشر وانګ كي شان نن د پاكستان دوره كوي۔ د دورې په مهال به بېلو څانګو كښې د تفاهم دستاوېزات او لوظنامې لاس ليك كولې شي۔ د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد ۔ 25مئی(اے پی پی) د عوامی جمهوریه چین دوهم اولس مشر وانګ كې شان نن اتوار ورځې څخه د پاكستان دوره كوي۔ د چین دوهم اولس مشر وانګ كي شان د 13م نېشنل پيپلز کانګرېس او مرکزی فارن افئیرز کمېشن غړې دې۔ مرکزی فارن افئیرز کمېشن د چين كميونسټ ګوند مهمه اداره ده۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د عوامي جمهوريه چين دوهم اولس مشر وانګ كي شان د پاكستان دورې څخه د دواړو هېوادونو ترمينځھ د سپرليخېزې ستراتيجيكي مرستې او د همكارۍ د عزم څرګندونه كېږي۔ د ده دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچې دوه اړخيزه رابطو يوه كړۍ ده كومو كښې چې د وزيراعظم تېر كال نومبر كښې د چين دورې او د روان كال اپرېل مياشت كښې دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون څخه وروستو تندي راغلې ده۔ د وياند ترمخه د خپلې دورې په مهال به د چين دوهم اولس مشر اولس مشر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره جلا جلا ملاقاتونه كوي۔ د دورې په مهال به بېلو څانګو كښې د تفاهم دستاوېزات او لوظنامې لاس ليك كولې شي۔ د چين دوهم اولس مشر پاكستان دورې څخه د دواړو هېوادونو ترمينځھ د سپرليخېزې او ازمولې شوې ملګرتيا اهميت په ډاګه كېږي۔ د ده دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ بېلو څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكو ته لا مرسته ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں