اسلام آباد ۔ 30 مارچ(اے پی پی) په پاك چين پوله خنجراب ټاپ بارډر سبا د ګل په ورځ بيا پرانستلې شي۔ د راديو پاكستان راپور ترمخه د پاكستان او چين ترمينځھ د لاس ليك شوي پروټوكول ترمخه خنجراب ټاپ هر كال د زياتې واورې ورېدو لامله د دسمبر اولنۍ نېټې څخه تر د اپرېل اولنۍ نېټې بند ساتلې شي۔ خنجراب پاس د نړۍ تر ټولو دنګ نړيوال بارډر دې د كوم اوچتوالې چې 15 زره 5 سوه فټه دې۔ بارډر به د ملګرو هېوادونو ترمينځھ تجارت لپاره د اپرېل په اولنۍ نېټه پرانستلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د خنجراب ټاپ بارډر د لارې د ګلګت بلستان د سوست وېلي څخه بس سروس د چين ژانګ جيانګ صوبې لپاره هم چلولې شي۔