د پاك هوائي ځواك مشر ائير چيف مارشل مجاهد انور خان د پاك هوائي ځواك فارورډ آپرېټنګ بېسرز دوره

image

اسلام آباد 4 0مارچ (اے پی پی) د پاك هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور وئيلي دي سخت وخت لا ختم نه شوے دے۔ مونږ له به د دښمن لخوا د كوم هم جارحيت بشپړه ځواب كولو له هر وخت چمتو پاتې كېدل وي۔ د پاك هوائي ځواك وياند ترمخه ائیر چیف مارشل مجاهد انور خان د ګل په ورځ د پاك هوائي ځواك فارورډ آپرېټنګ بېسز دوره وكړه۔ ده په بېسز پائيلوټانو ٬ د ائیر ډیفنس ،انجینئرنګ او سېكيورټي عملې سره ملاقات وكړو۔ عملې سره خبرو كښې ائیر چیف د دښمن په ضد فضائي كارروائۍ كښې د كاميابۍ ترلاسه كولو په مهال د عملې د لوي حوصلې او پېشه ورې پوهې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دښمن سره د تاؤ تريخوالي اوسنۍ وضعې په مهال د ګران هېواد د سلامتيا او دفاع فرض په غوره ډول په ترسره كولو ټول قام په پاك هوائي ځواك وياړ لري۔ ده ووئيل مونږ پاك ذوالجلال ته سر په سجده يوو چا چې مونږ له د خپل اولس دهيلو ترسره كولو توفيق راكړو

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں