سېنېټ كښې په اقتصادي اصلاحات پېكج “ضمني مالياتي” (دوېم بدلون) بل 2019 بحث

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) سېنېټ كښې په اقتصادي اصلاحات پېكج “ضمني مالياتي” (دوېم بدلون) بل 2019 باندې بحث د جمعې په ورځ روان ٶ او د مخالفې ډلې ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو په دې بل تنقيد كولو سره ووئيل پېكچ يوازې مراعات لرونكې طبقې لپاره دے او حكومتي غړو مراعاتي پېكج معاشي هلو ځلو او برآمداتو كښې اضافې لپاره مهم ګرځولو سره وئيلي دې دې سره به د معاشي پرمختګ رفتار ګړندې شي ۔ د سېنېټ غونډه كښې په بل بحث كښې برخه اخستو سره سناتور ډاكټر سكندر مندھرو ووئيل كارپورېشنونو او لويو صنعتونو لپاره مراعات وركړې شوې چې سره به په عام وګړي بوجه زيات شي٬ هڅه دې وكړۍ شي چې مراعات صنعتونو او اولس دواړو لپاره دې ٬ يو ډول وي٬ ضمني مالياتي بل څخه د بهترۍ اميد نشته۔ سناتور رضا رباني د ضمني مالیاتي بدلون بل مخالفت كولو سره ووئيل د ھغه طبقو خوشحالولو هڅه روانه ده چا چې د واكمند ګوند په انتخابي كمپائن كښې خرڅونه كړي٬ طبقاتي بجټ دې چې ورسره به لويو كاروباري بزنس هاٶسز ته ګټه ورسي۔ سناتور مشتاق احمد ووئيل په اصلاحاتي پېكچ كښې د سود خاتمه پكار وه٬ اېن اېف سي اېوارډ د آئين تقاضا ده ۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل بجټ د آمدن او خرڅونو د اندازې دستاوېز دے۔ ده ووئيل زه ھغه دوېم وزير يم چا چې د پي ټي آئي په حكومت كښې په رضاكارانه توګه استعفیٰ وركړې۔ ده ووئيل د خزانې وزير ته داد وركوم چا چې د معيشت بېړۍ د چپه كېدو نه بچ كړه

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں