سعودي عربستان ٬ 30 لكه وېز جاري ٬ پاكستان تر ټولو وړاندې

image

مکه مکرمه۔ 19 جنوری(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئيلي دي چې 11 جمادی الاولی 1440ھ (17جنوری2019ء) د عمرې 3024272 وېزې جاری كړې شوي دي۔ په دې كښې 2561541 سعودي عربستان ته رسېدلې دي او 399479 لا تر دې دمه په سعودي عربستان كښې موجود دي۔ 277372 مکه مکرمه او 122107 مدینه منورہ كښې دي۔ 2162062 كسان عمره كولو نه وروستو بېرته تلي دي۔ تر دې دمه عمرې له په راتلونكو كښې پاكستانيان په لومړي ٬ انډونيشيان په دوهم ٬ هندي په درېم ٬ يمنيان په څلورم ٬ او د ملائيشيا وګړي په په پينځم لمبر دي۔ دې څخه وروستو په ترتيب سره الجزائر، ترکی، مصر، بنګله دېش او متحدہ عرب امارات دے

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں