د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن لخوا د ماښام په وخت د سكول مېدانونو كښې د كوچنيانو په لوبو د بندېز په ختمولو د اطمينان څرګندونه

image

اسلام آباد ۔ 12 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پنجاب كښې د ماښام په وخت د سكول مېدانونو كښې د كوچنيانو په لوبو د بندېز په ختمولو د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ خپل ټويټ كښې ده ووئيل چې د اے پي اېس پېښې څخه وروستو د ټول هېواد د تعليمي ادارو په مېدانونو كښې د صوبائي حكومتونو لخوا د ماښام په وخت د كوچنيانو په لوبو كولو بندېز وو۔ چې لامله ئې د زرګونو په شمېر كوچنيان د لوبو مېدانونو څخه محرومه شوې وو۔ ده ووئيل د لوئې څښتن شكر دے چې پنجاب حكومت دا بندېز ختم كړې دې

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں