اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي نوي پاكستان لپاره د فكر نوې انداز او نوې سوچ به خپلول وي٬ د نجي څانګې نه غېر د معاشي پرمختګ خوب رښتيا كېدې نه شي٬ شپاړس ځله مو د آئي اېم اېف ور وهلې٬ په 17م ځل ووهونكي يو٬ كورنې صورتحال تر نظره ساتلو نه غېر موثره خارجه پاليسي جوړېدې نه شي٬ 21مه پېړۍ د آسيا پېړۍ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په معاشی سفارتکارۍ د سفيرانو كنفرنس د پائې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ خارجه وزیر ووئيل كه نوې پاكستان جوړول وي نو مونږ له به د فكر نوې انداز او نوې سوچ خپلول وي٬ غېر مستحكم كورنې صورتحال په نړيواله كچه د منفي تشخص سوب جوړېږي ٬ د كورنې صورتحال تر نظره ساتلو نه غېر موثره خارجه پاليسي نشي ۔ ده ووئيل رېكارډ تجارتي زيان په ورثه كښې راته پاتې دے ٬ قرض وركولو لپاره نور قرض اخستل پكار دي٬ شپاړس ځله مو د آئي اېم اېف ور وهلې٬ په 17م ځل ووهونكي يو۔ ده ووئيل چين د كمال لائحې د لارې په كروړونو خلق د غربت د دلدل نه رابهر كړي٬ مونږ له د غربت خاتمې او معاشي پرمختګ لپاره د چين د تجربو څخه استفاده كول دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل 21مه پېړۍ د آسياء پېړۍ ده٬ پاكستان كښې د كاروبار آسانيو پحقله په نړيواله درجه بندۍ كښې مونږ لاندې يو٬ پاكستان د معاشي مسئلو نه خلاصولو لپاره به په اشتراك عمل سره هڅې كول وي۔ خارجه وزير ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته د 90 لكه پاكستانيانو باور به بحالول وي٬ د نجي څانګې نه غېر د معاشي پرمختګ خوب رښتيا كېدې نه شي۔ خارجه وزير د كنفرنس پحقله ووئيل په كنفرنس كښې ډاګيزې خبرې شوې ٬ سوالونه خوابونه شوې٬ ټولو په ښه ډول د خپلو خيالاتو څرګندونه كړې د كومو په بنياد چې يوه خلاصه مرتب كړې شوې او د دې ټولو وړاندېزيونو او بحث نه پس د عمل وړ وړاندېزيونه مرتب كړې شوې۔ ده ووئېل په كنفرنس كښې د نجي څانګې نامتو شخصياتو ګډون كړې د كومو تجربو څخه جې مونږ استفاده كړې ده ٬ په هر هېواد كښې د پاكستان سفير د هېواد څېره ده ٬ ده ووئېل دوي به د ځان سره يو شان روانوو او د پاكستان عزت او وقار به زياتوو۔ ده ووئيل په خارجه وزارت كښې ډېر قابل ٬ پاكستان سره مينه كوٶنكي او محنتي كسان موجود دي كوم چې پاكستان لپاره د هر هدف ترلاسه كولو اهليت لري۔ خارجه وزير وزیراعظم ته ووئيل تاسو سفيرانو ته هدفونه وركړې ٬ زمونږ انشآء الله دا ډله به دا هدفونه ترلاسه كوي او ښائي به