د وخت څخه وړندې د ټاكنو تاثر سم نه دې، پی ټی آئی اولسې رابطې مستحکمولو له جلسې پيل كوي

image

لاهور 23 دسمبر (اے پی پی) د وزیر اعظم د سیاسی چارو سلاحكار نعیم الحق وئيلي دي چې د وخت څخه وړندې د ټاكنو تاثر سم نه دې، پی ټی آئی اولسې رابطې مستحکمولو له جلسې پيل كوي ٬ وړومبۍ جلسه به پھ 27 جنوری په میانوالی كښې كېږي، پخواني حکمرانانو د اقتدار غلط استعمال سره خپل دولت زيات كړې ، ډير زر به هېواد ته بهرنۍ سرمایه کاری راشي، نوې بلدیاتی نظام مخ په وړاندې بوتللو سره انقلابی قدم ثابت شي،مستحق كسانو له به مياشتنيز قسطونو كورونه وركولې شي۔ ده د اتوار پھ ورځ د پی ټی آئی ایډېشنل سیکتر اعجاز چوهدری سره د هغه د مور پھ مړينه غمرازي كولو نه پس نيډيا سره خبرې اترې كولې ۔ ده ووئيل نوې پاکستان هاؤسنګ سکیم لپاره د 7 ضلعو څخه 5 لکھ خواستونه ترلاسه شوې،مستحق كسانو له به په مياشتنيز قسطونو كورونه وركولې شي۔ ده ووئيل داسې قانون راوړو چې د مقدمو پريكړې پھ يو كال كښې كېږي ٬ قانون سازۍ له به اپوزیشن له مونږ سره تلل وي ۔ ده ووئيل (ن) لیګ او پیپلز ګوند بې دردۍ سره هېواد لوټ كړې ٬ بايد د نواز شریف او آصف علی زرداری جائیدادونه ضبط كړې شي ۔ ده ووئيل مونږ د اپوزیشن سره د مرستې فضاء پیدا کول غواړو ٬ شهباز شریف په قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر جوړول هم د دې برخه ده ٬ د اپوزیشن سره په ګډه د قامی اسمبلۍ 38 قائمه کمېټۍ جوړې كړې شوي ٹیاں قائم کر دی ہ٬ د 20 کمېټو مشري د پی ټی آئی او د 18 کمېټو مشري اپوزیشن له وركړې شوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نیب يوه آزاده ادارہ ده د ټولو ادارو کارکردګۍ د اولس پھ وړاندې ده ۔ دې څخه وړاندې د وزیراعظم سلاحكار نعیم الحق د اعجاز احمد چوهدری سره د هغه د مور په مړينه لاس نيوه وكړه او د ارواښادې بخښنې او د كورنۍ د زغم لپاره ئې دعا اوكړه۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں