اېئر چیف مارشل مجاهد انور خان د سعودی دوهم دفاع وزير سره وليدل

image
Air Marshal Mujahid Anwar Khan Chief of the Air Staff Pakistan Air Force calling on Mohammad Bin Abdullah Al Ayesh assistant Minister of Defence Saudi Arabia at Ministry of Defence

اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د پاك فضائي مشر اېئر چیف مارشل مجاهد انور خان د سعودي سركاري دورې په مهال د شورو په ورځ د سعودی عربستان د دفاع نائب وزير محمد بن عبدالله العيش سره ليدلي دي ۔ د پاك فضائيه وياند له مخې د فضائي مشر د پاكستان اولس او د حكومت لخوا د خېر سګالۍ پېغام وركولو سره د سعودي قيادت د پاكستان دفاعي ځواكونو سره په مرسته كولو مننه وكړه۔ دواړو مشرانو د دفاعي او امنيتي مرستې ٬ سيمه ايز استحكام او د دواړو هېوادونو ترمېنځه بالعموم او د دواړو فضائي ځواكونو ترمېنځه په خاص توګه اړيكو ته د لا ودې وركولو په تګلاره خبرې وكړې۔ د دې نه وړاندې د پاك فضائيه مشر جنرل (سټاف) فياد بن حامد بن رغاد اروالي چيف آف جنرل سټاف٬ سعودي عرب ارمډ فورسز سره دفتر كښې ملاقات كړې

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں