پاك پوځ به ټولټاكنو كښې الیکشن کمېشن سره مطلوبه او ضروری مرسته كوي۔کورکمانډر کنفرنس پريكړه

image

پينډۍ 28 دسمبر (اے پي پي) کورکمانډر کنفرنس پريكړه كړې ده چې پاك پوځ به ټولټاكنو كښې د الیکشن کمېشن مطلوبه او ضروری مرسته كوي۔فورم د ترهه ګرو ډلو په ګاونډي هېواد كښې په محفوظ ځايونو د تشویش څرګندونه وكړه۔ فورم پاکستان غیر مستحکمونكو دښمنه قوتونو په اشاره كار كونكو او د هغې حوصله افزائی کونكو عناصرو په ضد د طاقت سره د مخنيوي پخلے وكړو۔د آئی اېس پی آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ كښې دوه ورځنې 261م کور کمانډرز کنفرنس د زيارت په ورځ جی ایچ کیو پينډۍ كښې وشو۔ د کنفرنس ګډون كونكو د وسله والو ځواكونو افسرانو ، ځوانانو ، قانون نافذ کونكو ادارو او وګړو پشمول د شهيدانو عظیم قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كړي،ګډون كونكو د شهيداﺀ پاکستان پشمول د ډیرہ اسماعیل خان په بريد كښې د شهيدانو بخښنې لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔ فورم بالواسطه او بلاواسطه خطرو په ضد د پاکستان خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا دفاع لپاره دپاك پوځ د عزم پخلے وكړو، فورم په مقبوضه كشمير کشمیر كښې د هندي ځواكونو د بشري حقونو په خلاف ورزیو د تشویش څرګندونه هم وكړه ، ګډون كونكو د هندي عسكرو د اړخه د بے ګناه وګړو تښتولو ، تشدد او د قتل کارروائیو سخته غندنه وكړه۔ ګډون كونكو وئويل د هندي عسكرو کارروائی د انسانیت په ضد سخت جرمونه دي،د هند دا ډول كاروائي د کشمیریانو د جائز خپلواكۍ حق جذبې كمزوري كولې نشي۔ پاکستان به د نړيوال قوانین او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كولو لپاره سفارتی حمایت روان ساتي۔فورم ته د سيمې په صورتحال، د قامی سلامتیا زياتي شوې خطرې ځوابی تګلاري په اړه هم بریفنګ وركړې شو، ګډون كونكو د کالعدم ټی ټی پی او نورو ترهه ګرو په ګاونډي هېواد كښې په محفوظ پټن ځايونو د تشویش څرګندونه وكړه، افغانستان كښې ترهه ګرو سره جدید وسلې شته والې د پاکستان امنيت لپاره خطر دې۔ګډون كونكو ووئيل پاکستان غیر مستحکم كونكې ترهه ګرو او د هغې سهولت کارو سره به ریاست د بشپړه طاقت سره مقابله كوي، فورم د فلسطین اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه، فورم په غزہ كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو او جنګی جرمونو غندنه وكړه، فورم په غزہ كښې په سمدستي توګه جنګ بندی او رواني شخړې امناكه حل غوښتنه وكړه۔فورم د قاچاق ، منی لانډرنګ ، برېښنا غلا او نور غیر قانونی هلو ځلو په ضد روانو کارروائیو جاج هم واخست، فورم وئويل پاك پوځ به دې ډول جرمونو مخنيوي لپاره اړوندو سرکاری ادارو او قانون نافذ کونكو اداروں هر ډول مرسته كوي۔فورم ګډون كونكو ته ووئيل پاك پوځ به راروانو ټولټاكنو كښې د الیکشن کمېشن مطلوبه او ضروری مرسته كوي،سرلښكر د آپریشنز په مهال د پيشه ورې پوهې معیار په ځائې ساتلو ، ذهنی او جسمانی څانګو كښې د فارمیشنز تربیت په مهال د ښه کارکردګۍ په ترلاسه كولو زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں