پاکستان ایران سره شريك اقتصادی اړيكو ته ودې وركولو له لوظي دې، ایران سره د میډیا پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته وده وركول او بيلو لوظنامو سره به زمونږ كلتور او روایات په حقیقی ډول كښې وړاندې كولو كښې مرسته وشي۔مرتضیٰ سولنګی

image

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی پاکستان او ایران ترمينځه اقتصادی اړويكو میډیا څانګو پشمول دوه اړخيزه مرستي ودي لپاره په ګډه كار كولو د حكومت د عزم څرګندونې سره وئيلي چې ایران سره د میډیا پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته وده وركول او بيلو لوظنامو سره به زمونږ كلتور او روایات په حقیقی ډول كښې وړاندې كولو كښې مرسته وشي۔ده د زيارت په ورځ ملاقات لپاره راغلې د اسلامی جمهوریه ایران سفیر رضا امیری مقدم سره خبرې اترې كولې۔ ملاقات كښې د میډیا په څانګو كښې د مرستې ، كلتوري پلاويو په تګ راتګ، دوه اړخيزه شريك تجارتی اړيكو ، ایران ایکسپو 2024 پشمول په بيلو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نګران وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل پاکستان ایران سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري، پاکستان او ایران خپلو كښې مذهبی، كلتوري او لسانی خپلولوۍ لري۔ مرتضیٰ سولنګی د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا څانګو كښې مرسته د وخت ضرورت ګرځولو سره ووئيل پاکستان ایران سره فلم اور ډرامه څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو خوښې لري۔ده ووئيل ایران سره ټیلی وژن، فلمز، سینما، ادبی او لسانی ادارو ترمينځه مرستي زياتولو لپاره په دې ډول ځينې لوظنامو بحث روان دې۔دغې لوظنامو سره به به زمونږ كلتور او روایات په حقیقی ډول وړاندې كولو كښې مرسته وشي۔ ملاقات كښې د ایران کلتوري پلاوي د پاكستان دورې په اړه خبرې اترې وكړي۔ وفاقی وزیر اطلاعات وئويل د ایران کلتوري پلاوي د پاكستان دوره خوش بينه ده،دې ډول دورو سره به دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري اړيكو ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل د ایران كلتوري پلاوې به د پاکستان میډیا هاؤسز، پرېس کلبز او نورو كلتوري ادارو ته بوتللې شي۔ ملاقات كښې د ایران ایکسپو 2024 په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ مرتضیٰ سولنګی وئويل ایران ایکسپو 2024 د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتی اړيكو ته ودي وركولو مهمه موقع ده۔ده ووئيل پاکستان ایران سره شريك اقتصادی اړيكو ته ودې وركولو له په ګډه كار كولو له لوظي دے۔د ایران سفیر ووئيل ایران ایکسپو 2024 د دواړو هېوادونو کاروباری ادارو لپاره يو متحرك پلیټ فارم وركوي۔ نګران وفاقی وزیر اطلاعات د ایران سفیر پاکستان كښې د ټولټاكنو په اړه اقدامات څخه خبرولو سره ووئيل د نګران حکومت بنیادی مینډیټ انتخابی عمل كښې معاونت کول دي،سپيځلې او بے پري ټاكنو ته به خاص پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل نګران حکومت په دې لړ كښې د الیکشن کمېشن آف پاکستان له هرممکن آسانۍ وركوي۔د ایران سفیر سپيځلې او بے پرې ټاكنو له د نګران حکومت عزم وستائلو۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں