د نړيوالې ورورولۍ په باور كښې اخستو سره بايد د امت يو موټے كولو له هڅه وكړې شي ۔ د مذهبي چارو نګران وزیر انیق احمد

image

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو نګران وزیر انیق احمد وئيلي دي د امت تصور بحالول د وخت تقاضا ده۔ د نړيوالې ورورولي باور كښې اخستو سره بايد د امت يو موټے كولو له هڅه وكړې شي۔دا خبره ده پاکستان كښې د ملائشیا سفیر محمد اظهر مزلان سره د مذهبي چارو په وزارت كښې د ملاقات په مهال وكړه۔دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو ، مذهبي همغږۍ ته د ودي وركولو پشمول معاشي استحکام او به حج انتظامات د خيالاتو څركندونه وكړه۔د مذهبي چارو وزير انیق احمد ووئيل د امت تصور بحالول د وخت تقاضا ده۔ ۔ده ووئيل پاکستان او ملائیشیا د يو بل څخه ډيره زدكړه كولې شي۔ د ملائیشیا خپلو حاجيانو ته ښه خدمات او د آسانيو وركول د تقلید وړ دي ۔بايد د اسلامي هېوادونو ترمينځه د تجارتی، كلتوري پلاويو تګ راتګ روان وساتلے شي۔ د ملائیشیا په طرز سږ كال په پاكستان كښې د حسن قرآت نړيواله سيالي به كولې شي۔ ده ووئېل د ملائیشیا تند رفتاره پرمختګ ٬ معاشی استحکام او د پالیسیو تسلسل د ستائنې وړ دي ۔د ملائیشیاﺀ سفیر اظهر مزلان ووئيل زمونږ د حج کوټه د پاکستان په مقابل كښې ډيره كمه ده۔ ملائیشیا څخه حج لپاره تللو له خواهش لرونكې د څو كلونو راهسې په انتظار وي۔ ملائشیا په تيرو كلونو كښې د نوې نسل تر جدید علوم رسنې او معاشي استحکام ته زياته پام لرنه كړې ده ۔

مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں