د پائيډ تر سېوري لاندې “پاكستان كښې د تجارت صورتحال: هېواد او نړيوال” په سرخط رپورټ به په 20م دسمبر جاري كېږي

image

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان انسټي ټيوټ آف ډويلپمنټ اکنامکس (پائيډ) تر سېوري لاندې “پاكستان كښې د تجارت صورتحال: هېواد او نړيوال” په سرخط رپورټ به په 20م دسمبر جاري كېږي۔ د پائيډ وائس چانسلر ډاکټر نديم الحق به خپلو افتتاحي كلماتو كښې د ادارې د معاشيات پوهانو او د محقيقونو د دې تحقيقي رپورټ په اړه په مهمو نكاتو رڼا اچوي۔ په دې رپورټ كښې پاكستان كښې دننه او په نړيواله كچه د تجارت د مجموعي صورتحال احاطه شوې ده۔ د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټي چيئرمېن ډاکټرمحمد جهانزېب خان به په دې موقع خاص مېلمه وي۔

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں