د ميرمنو مالیاتي شمولیت زياتولو له د آسان موبائل اکاؤنټ سکیم کامیابي د پرمختګ كوونكو هېوادونو سره يو كولو له چمتو يو۔ د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ “پاکستان كښې د مالیاتي شمولیت فرق ختمولو” په سرخط ورچوئل دستوري ته وينا

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) نګران وزیر اعظم انوار الحق کاکړ د ميرمنو مالیاتي شمولیت زياتولو له د آسان موبائل اکاؤنټ (اے ایم اے) سکیم په پاکستان كښې د زړه پورې کامیابۍ رامخې ته كولو سره وئيلي دي زياتره پرمختګ كوونكې هېوادونه د اسلامی ترقیاتي بینك، ایشیائي ترقیاتي بینك، اے آئي آئي بي، یو این ډی پی غوندې نړيوال تنظیمونو د لارې نيغ په نيغه مونږ سره په رابطه كښې دي،مونږ د هغوي په مرسته د پاکستان دا ځانګرې کامیابی په نړۍ كښې چرته هم پسماندہ او د محرومو ميرمنو ترقۍ لپاره هغوي سره د مرستې كولو لپاره چمتو يو۔ده د دې خيالاتو خرګندونه “پاکستان كښې مالیاتی شمولیت فرق ختمولو ” په سرخط يو ورچوئل دستورې ته ينا كښې وكړه۔د دستورې اهتمام ورلډ اکنامك فورم ایډېسن الائنس او ورچوئل ریمیټنس ګیټ وے كړے ؤ۔وزیراعظم ووئيل د حکومت د مشر په حیث زما بنیادی مقصد د يو پلیټ فارم د لارې غریبانانو له امید وركول دي۔ده د ورلډ بینك د مالیاتی شمولیت او د ميرمنو خپلواكه كولو په منصوبه د پاکستان آسان موبائل اکاؤنټ (اے ایم اے) سکیم په زړه پورې کامیابۍ تسليمولو د ورلډ اکنامك فورم ایډېسن الائنس او د هغې د مشر کلاډ ډائر مننه وكړه۔ده ووئيل د قامي مالیاتي شمولیت تګلارې ترمخه سټیټ بینك آف پاکستان او د پاکستان ټیلی کمیونیکیشن اتھارټی (پی ټی اے) مختلف څانګې لیس بینکنګ وركوونكو ،بینکونو او ټیلی کام آپریټرز سره مرسته كړې ده دغسې چې پاکستان كښې د بینکونو څخه محرومو او کم بینكونه لرونكې آبادۍ لپاره تھرډ پارټی پرووائیډر سروسز معارفي كرے شي۔د دې سکیم نعره ده “بینکنګ دی ان بینکډ”،د دې سکیم پيل څخه وړاندې ، 80 فیصده آبادی بینك څخه محرومه وه دغسې دسمبر 2021 كښې سافټ لانچ نه پس د دې په تناسب كښې 10 فیصده ښه والے راغلے۔ دستورې ته د خزاني وزيري ډاكټر شمشاد اختر او د سټيت بینک آف پاکستان او پاکستان ټیلی کمیونیکیشن اتھارټی نمائندګانو هم خطاب وكړو۔ډاكټر امجد ثاقب د بینظیر انکم سپورټ پروګرام كوم چې د نړۍ تر ټولو کامیاب د سماجی ښېګړې اسکیمونو كښې يو دے په اړه غونډه خبر كړه۔

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں