د هېواد د پرمختګ مخه نيوؤنكي مو اقتدار څخه اخوا كړي٬ وزيراعظم د وروستو پاتې سيمو پرمختګ له بشپړه اقدامات كوي۔مولانا فضل الرحمان

image

ډېره اسماعيل خان 25جولائی(اے پی پی)د پاكستان ډيموكريټك موومنټ(پي ډي اېم)مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي چې د هېواد د پرمختګ مخه نيوؤنكي مو له اقتدار څخه اخوا كړي٬ وزيراعظم د وروستو پاتې سيمو پرمختګ له بشپړه اقدامات كوي٬تېر حكومت سي پیك ودرولو سره د بهرنۍ ايجنډې ترسره كولو هڅه كړې٬ ډېره اسماعيل خان نه تر ژوب به سي پیك سړك ډېر زر پېل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د 8 لويې پرمختيائي پروژو پرانستې او بنياد تيګې كېښودلو دستورې ته د وينا كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف پرمختيائي كارونو لپاره عملي اقداماتو ته د قدر په سترګه ګورؤ٬وزيراعظم د وروستو پاتې سيمو پرمختګ لپاره بشپړه اقدامات كړی دي۔ ده ووئيل چې پخواني وزيراعظم نواز شريف په خپل دور كښې په ډېره اسماعيل خان كښې ګڼ شمېر پرمختيائي پروژې پیل كړې وې٬ د عمران خان حكومت كښې په ډېره اسماعيل خان كښې كوم ميګا پراجېكټ نه دې پیل كړې شوې٬ د موجوده حكومت په دور كښې دې سيمې لپاره په ځينو پروژو كار پیل كړے شوے دے۔ ده ووئيل مونږ د هېواد پرمختګ ته د زيان رسوؤنكو بشپړه مقابله كړې او هغوي مو اقتدار څخه اخوا كړي دي۔ ده ووئيل د تېر حكومت په دور كښې معيشت تباه شوے دے۔ ده ووئيل چې د غريبو او خواري كښو روزګار لپاره به نوې پروژې لګول وي په كومو چې مونږ عمل پیل كړې٬په ټول هېواد كښې په ځينو ميګا پراجېكټ كار روان دې۔ده ووئيل چې چين زمونږ پخوانے ملګرے دے٬د چين پشمول نورو دوست هېوادونه په پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې خوښي لري۔دستورې ته وزيراعظم شهباز شريف٬د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود٬د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير او د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك هم خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں