اسلام آباد09 جون (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته د راتلونكي مالي كال 24-2023 د 1450 كهرب روپو وفاقي تجټ وړاندے كړے شو، د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې د 30 نه تر 35 فيصده٬ پنشن كښې 17.5 فيصده اضافې تجويز شوې، د پرمختيائي پروګرام حجم به 1150 اربه روپۍ وي٬ پرمختيائي هدف يوازې 3.5 فيصده اېښودلې شوېدے، د راتلونكي مالي كال په مهال به د افراط زر شرح نزدې تر 21 فيصده وي، د بجټ زيان 6.54 فيصده او پرائمري سرپلس به د جي ډي پي 0.4 فيصده وي، د برآمداتو هدف 30 اربه ډالره او د ترسيلات زر هدف 33 اربه ډالره اېښودلې شوې دې، د اېف بي آر د محاصل تخمينه 9200 اربه روپۍ ده چې پكښې به د صوبو برخه 5276 اربه روپۍ وي٬ وفاقي نان ټيکس محصولات 2963 اربه روپۍ، د وفاقي حکومت مجموعي آمدن به 6887 اربه روپۍ وي٬ وفاقي حکومت د مجموعي خرڅونو تخمينه 14460 اربه روپۍ ده چې پكښې د سود په مد كښې په ادائيګۍ به 7303 اربه روپۍ مصرف كولې شي ۔ د هېواد دفاع لپاره 1804 اربه روپۍ، د سول انتظاميې خرڅونو لپاره 714 اربه روپۍ مختص كوٶ٬ د پنشن په مد كښې 761 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ د برېښنا او ګاز او نورو څانګو لپاره 1074 اربه روپۍ رقم د سبسډي په توګه مختص كړې شوے دے٬ آزاد کشمير ګلګت بلتستان، خېبرپښتونخوا كښې د ضم شوې ضلعو٬ بي آئي اېس پي ٬ اېچ اي سي٬ رېلوېز او نورو څانګو لپاره 1464 اربه روپۍ ګرانټ مختص كړے شوے دے٬ د مسلم ليګ (ن) حکومت په ماضي كښې هم هېواد د ستونزو نه بهر كړې او اوس هم د خپل اتحادي ګوندنو سره په ګډه هېواد دپرمختګ په لار د سمولو هڅې كوي، حکومت سياست نه د رياست بچ كولو په پاليسۍ عمل كوي٬ خپل سياسي ساكھ قربانولو سره ئې د معيشت بحالۍ ته ترجيح وركړې۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحق ډار د راتلونكي مالي 24-2023 فاقي بجټ وړاندې كړٶ۔ د بجټ په پېل كښې ده ووئيل د كال 2017 د نواز شريف حكومت او په 2022 كښې د پي ټي آئي د نااهل حكومت د بجټ تقابلي جاج وړاندې كوم۔ ده ووئيل په مالي كال 17-2016 كښې د پاكستان شرح نمو 6.1 فيصده ته رسېدلې وه، ګراني څلور فيصده وه٬ په خوراكي توكو كښې ګراني دوه فيصده وه، پاليسي رېټ 5.5 فيصده و٬ سټاك ايکسچينج د سوئيلي آسياء نمبر ون او ګرده نړۍ كښې په پنځم نمبر ٶ۔ د افراط زر شرح 4 فيصده او په فوډ انفليشن كښې په كلنه توګه اوسطاً اضافه يوازې دوه فيصده وه٬ د برېښنا نوې منصوبو څخه هېواد كښې د برېښنا لوډشېډنګ ختم كړې شوې٬ د ضرب عضب او د رد الفساد آپريشنز او د پاكستان د وسله والو ځواكونو د قربانيو په سبب ګرد هېواد كښې د ترهګرۍ په لعنت قابو وموندلې شو٬ پاکستان كښې سوله ثبات او سياسي استحكام ٶ، په دغه حالاتو كښې د منتخب جمهوري حكومت په ضد د سازشونو جال خپور كړې شو چې په نتيجه كښې ئې په اګست كال 2018 كښې يو سلېكټډ حكومت د كوم په ناكامۍ چې يوازې دومره وېنا كافي ده كوم هېواد كښې په كال 2017 كښې په ګرده نړۍ كښې په 24م نمبر لوے معيشت ٶ ھغه په كال 2022 كښې 47م نمبر ته راغلو۔ د خزانې وزير ووئيل دا مهال پاكستان د معاشي تاريخ سخت وخت نه تېرېږي٬ د دې معاشي خرابۍ اصل ذمه وار د تحريك انصاف حكومت دے٬ په موجوده حالاتو كښې تېر حكومت د معاشي بدانتظامۍ، بدعنوانۍ، عناد پسندۍ او د اقرباء پروري كارنامه ده۔ وفاقي وزير ووئيل د تحريک انصاف د حکومت د غلط معاشي پاليسي له ماله د كرنټ اكاٶنټ زيان 17.5 اربه ډالر نه زيات شو، د زرمبادله پانګې په تندۍ سره كمېدې٬ د آئي اېم اېف پروګرام بشپړتيا پاكستان لپاره ډېره اهمه وه خو د وخت حكومت په دغه نازك صورتحال كښې حالات قصداً خراب كړل٬ د پټرولو او برېښنا په بيعه كښې ئې د د سبسډي د لارې كمې وكړو، داسې اقدامات ئې وكړل كوم چې د آئي اېم اېف د شرطونو خلاف ورزي وه، د پخواني حكومت د خزانې وزير فون كولو سره په دوه صوبائي وزيرانو فشار واچولو چې ھغوي دې خپله قامي فريضه نه ترسره كولو سره د آئي اېم اېف پروګرام سبوتاژ كړي، دا اقدامات نوي حكومت لپاره د مائن مترادف ٶ چې وزسره مالي زيان كښې اضافه وشوه او د پاكستان او آئي اېم اېف اړيكو ته زيان ورسېد او د “چور مچائے شور” مترادف ئې د دې ټول حالاتو ذمه واري په نوي حكومت د اچولو هڅه وكړه، دوي باور لرلو چې معاشي حالات به دومره خراب شي چې څوك به پاكستان د ډيفالټ كېدو نه بچ نه كړې شي٬ دا ډېر د غېر ذمه وارۍ طرز عمل ٶ٬ خو وزيراعظم شهباز شريف او اتحادي ګوندونو د بشپړه مرستې سره داسې معاشي پرېكړې وشوې د كومو په سبب چې د دغه هېواد دښمنه عناصرو عزائم په بشپړه توګه ترسره نه شول۔ د خزانې وزير ووئيل موجوده اتحادي حکومت اقتدار ترلاسه كولو سسره د آئي اېم اېف پروګرامم بحالۍ لپاره هڅې وكړې، حکومت ته دا معلومه وه چې د پاکستان معاشي بحالۍ لپاره به ډېر سخت اقدامات كول وي چې په سبب به ئې اولس ګرانۍ او غربت كښې اضافې سره مخ شي، د روپۍ قدر كمېدل او د سود شرح په تندۍ سره د زياتېدو په نتيجه كښې معاشي مشکلاتو كښې اضافه وشوه، حکومت د سياست نه د رياست بچ كولو په پاليسۍ عمل وكړو، خپل سياسي ساکھ قربانولو سره ئې د معيشت بحالۍ ته ترجيح وركړه۔ ده ووئيل په جون كال 2018 كښې د پاكستان سركاري قرضه تقريباً 25 ټرېلينونه روپۍ وه او پي ټي آئي د معاشي بد انتظامۍ او د لوړې كچې د بجټ زيان له امله دا قرض په مالي كال 22-2021 كښې 96 فيصده زيات شو۔ ده ووئيل موجوده حکومت د بجټ زيان كمي لپاره د کفايت شعاري نه كار اخستې٬ خرڅونه كم كړې شول چې په سبب ئې د بجټ زيان د تېر مالي كال د جي ډي پي 7.9 فيصده څخه كمېدو سره سږ كال 7 فيصده شوې، موجوده حکومت د وزيراعظم شهباز شريف په دور انديش قيادت كښې د سياسي زيان پراوه كولو نه غېر هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړو۔ د خزانې وزير ووئيل د مئي په 9مه نيټه رامخې ته شوې ناوړه٬ شرمناك او هېواد دښمنه پېښو كښې د سياسي ګوند په جامه كښې وسله والو ډلو د پاكستان سالميت، عزت او قامي وقار محروج كولو لپاره ناوړه او منظم سازش كړې، دپاك پوځ د شهيدانو د يادګارونو بې حرمتي شوې٬ د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل دفاعي تنصيبات د بربريت د لارې په نښه كړې شول، دا ډول هېواد دښمنه عناصر د هېڅ قسم نرمۍ او رحم دلۍ حقدار نه دي ، دوي ته د پاكستان د قوانينو له مخې سختې سزاګانې وركول پكار دي دغسې چې بيا لپاره څوك د دا ډول جرم ارتكاب ونه كړي۔ ده ووئيل د تېر يو كال په مهال پاكستان د سېلاب صورتحال سره مخ دې او د سېلاب له امله د زيان اندازه 30 اربه ډالره نه زياته ده۔ ده ووئيل په تېره يوه مياشت كښې حكومت دوه ځله د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې كمې كړې، د جولائي كال 2022 نه تراوسه حكومت 12 اربه ډالره غېر ملكي قرضه ادا كړې ده، د دې باوجود د هېواد زرمبادله پانګې 9 اربه 34 کروړه ډالر دي، موجوده حکومت په زرعي څانګه كښې د سېلاب د تباه كن اثراتو او مجموعي ستونزې لرې كولو لپاره دوه زره اربه روپو نه زيات كسان پېكج وركړې چې په سبب ئي په زرعي څانګه كښې 1.5 فيصده شرح نمو شوې٬ د غنمو ښه پېداوار شوې٬ حكومت د سېلاب ځپلو سيمو بيا بحالۍ لپاره د 578 اربه روپو منصوبې پېل كړې دي۔ د خزانې وزير ووئيل په معيشت كښې د بهترۍ په لور د سمېدو باوجود اوس هم معيشت ته ستونزې رامخې ته دي٬ راتلونكي مالي كال لپاره د پرمختګ هدف يوازې 3.5 فيصده اېښې شوې دې٬ د زرعي څانګې بهترۍ لپاره د زرعي قرضو حد 1800 اربه روپو نه زياتولو سره 2250 اربه روپۍ كړې شوې دې۔ راتلونكي مالي كال كښې پنځوس زره زرعي ټيوب وېلز د لمر په توان منتقل كولو لپاره 30 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي٬ په هېواد كښې د معياري تخمونو استعمال ته وده وركولو لپاره ټول درآمدي ټيکس او ډيوټيز ختموٶ٬ د وېرېژو پيداوار زياتولو لپاره سيډر، رائس پلانټرز او په ډرائيرز هم ډيوټي او د ټيکس استثنيٰ تجويز شوې ده، په درآمدي يوريا سرې سبسډي لپاره 6 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي۔ ده ووئيل د آئي ټي اودې سره د اړوند خدماتو ډاډګيرنې لپاره د آئي ټي برآمدات زياتولولپاره انكم ټېكس 0.25 فيصده رعايتي شرح سهولت به تر 30 جون 2026 جاري ساتلې شي، فري لانسر د ګوشوارو او سيلز ټيکسز رجسټريشن څخه مستثنيٰ ګرځولے شوې دي، په يو ساده کاغذ به د انکم ټيکس ريټرن اجراء كوٶ، 50 هزار ډالره كلن د ټېكس نه عېر سافټ ويئر او هارډ ويئر به درآمد كولې شي۔ ده ووئيل د پاکستاني تارکين وطن لپاره د بهرني ترسيلات زر د لارې عېر منقوله جائيداد په اخستو دوه فيصده فائنل ټېكس ختموٶ، دوي ته د قرعه اندازي دلارې د انعامونو وركولو سكيم اجراء كوٶ، د تعليم په څانګه كښې مالي معاونت لپاره پاکستان انډوومنټ فنډ جوړ كړے شوے دې كوم لپاره چې د راتلونكي مالي كال په بجټ كښې 5 اربه روپۍ ږدو۔ راتلونكي مالي كال لپاره د لېپ ټاپ سکيم لپاره لس اربه روپۍ مختص كړے شوې دي٬ د مېرمنو خود انحصارۍ لپاره په بجټ كښې پنځه اربه روپۍ اېښودلې شوې دي، ځوانانو ته خپل كاروبار پېل پېل كولو لپاره په رعايتي شرح قرضې وركولو لپاره 10 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي۔ ده ووئيل ريئل سټيټ انويسټمنټ ټرسټ پحقله ټيکس مراعاتو ته تر 30 جون 2024 پراختيا وركوٶ، بے نظير انکم سپورټ پروګرام بجټ زياتولو سره 450 اربه روپۍ تجويز كړې شوے دے ، د بے نظير تعليمي وظائف پروګرام دائره د 60 لکه كوچنيانو نه 83 لكه ته رسوٶ او دې لپاره 55 اربه روپو نه زيات رقم اېښې شوېدے، 92 زره زده كوٶنكو ته د بے نظير انډر ګريجوايټ سکالرشپ لپاره د 6 اربه روپۍ مختص كولو تجويز دے، يوټيلټي سټورز کارپوريشن لپاره مستحق كسانو ته اوړه٬ وريژې٬ چيني٬ دالونه او په غوړو سبسډي لپاره 35 اربه روپۍ مختص كړے شوې دي، په استعمال شوې كپړو لګولې شوې لس فيصده رېګوليټري ډيوټي ختموٶ۔ د خزانې وزير ووئيل سكرو او سولر څخه د برېښنا پېداوار ودې لپاره حكومت پخه ارداه كړے ده، سولر پينل، انورټر او د بيټريز خام مال ته کسټم ډيوټي څخه استثنی وركوٶ۔د خزاني وزير د روان مالی كال 2022-23 نظرثانی شوي بجټ په اړه ووئيل په دې بجټ كښې د اېف بی آر محاصل 7200 اربه روپۍ پاتې كېدل چې پكښې د صوبو برخه به 4129 اربه روپۍ وي، د وفاقی حکومت نان ټیکس ریونیو د 1618 اربه روپو امكان دے٬ د وفاق محاصل به 4689 اربه روپۍ وي ، د مجموعي خرڅونو تخمينه 11090 اربه روپۍ ده ، د سرکاری څانګي پرمختياتی پروګرام په لړ كښې د خرڅونو د 567 اربه روپو پاتې كيدو امکان دې ، په دفاع به 1510 اربه روپۍ مصرف كولې شي، د سول حکومت مجموعی خرڅونه 535 اربه روپۍ، په پنشن 654 اربه روپۍ، سبسډیز په لړ كښې 1093 اربه روپۍ او د ګرانټس په مد كښې به 1090 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ د راروان مالی كال شمېري وړاندې كولو سره ده ووئيل د راروان كال افراط زر شرح به نزدې 21 فیصده وي ، بجټ خساره به 6.54 فیصده او پرائمری سرپلس به د جی ډی پی 0.4 فیصده وي ، د برآمداتو هدف 30 اربه ډالر دغسې د ترسیلات زر هدف 33 اربه ډالره دې ، د اېف بی آر محاصل تخمينه 9200 اربه روپۍ ده چې پكښې د صوبو برخه به 5276 اربه روپۍ وي ، وفاقی نان ټیکس محصولات 2963 اربه روپۍ، د وفاقی حکومت مجموعي آمد به 6887 اربه روپۍ وي، د وفاقی حکومت مجموعي خرڅونو تخمينه 14460 اربه روپۍ ده چې پكښې د سود په مد كښې په ادائیګۍ به 7303 اربه روپۍ مصرف كولې شي۔ د سرکاری څانګي پرمختياتی پروګرام لپاره 950 اربه روپۍ بجټ بيل كړې شوې۔ دې نه علاوه پبلك پرائیویټ پارټنرشپ لپاره د 200 اربه اضافی روپو نه پس مجموعی پرمختياتی بجټ به 1150 اربه روپۍ وي، د هېواد د دفاع لپاره 1804 اربه روپۍ، د سول انتظامیې خرڅونو لپاره 714 اربه روپۍ به وركولې شي، د پنشن په مد كښې 761 اربه روپۍ بيلي كړې شوې دي، د برېښنا او نورو څانګو لپاره 1074 اربه روپۍ د سبسډی په توګه بيلي كړې شوي۔ آزاد کشمیر ګلګت بلتستان، خېبرپښتونخوا كښې ضم شوي ضلعو، بی آئی ایس پی، ایچ ای سی، ریلویز او نورو محکمو لپاره د 1464 اربه روپو ګرانټ بيل كړې شوې، ورکنګ جرنلسټ هیلتھ انشورنس کارډ، آرټسټ هیلتھ انشورنس کارډ به جاري كولې شي، د پنشن مستقل خرڅونو بقایا جات پوره كولو لپاره پنشن فنډ به جوړولې شي۔ده ووئيل د صوبو پرمختياتی پروګرام حجم 1559 اربه روپۍ دې، دغسې په قامی كچه د پرمختياتی پروګرام حجم به 2709 اربه روپۍ وي، دا رقم د جی ډی پی يواځي 2 فیصده دې، مسلم لیګ (ن) تير دور كښې دغه تر 5 فیصده رسولې ؤ۔ ده ووئيل د سرکاری څانګې پرمختياتی پروګرام ترمخه 80 فیصده بشپړيدونكي منصوبي به بشپړولې شي،نيغ په نيغه غیر ملکی سرمایه کاری راغب کولو او تر ټولو جدید انفراسټرکچر وركولو لپاره د پی اېس ډی پی 52 فیصده برخه بيله كړې شوې، د ټرانسپورټ او کمیونیکیشن لپاره 267 اربه روپۍ، واټر سیکټر لپاره 100 اربه روپۍ، توان څانګي لپاره 89 اربه روپۍ، فزیكل پلاننګ او هاؤسنګ لپاره 43 اربه روپۍ بيلي كړې شوي۔ده ووئيل موسمیاتی بدلون او د قدرتی آفتونو اثرات کمولو لپاره اقدامات كوو، سماجی څانګه کښې پرمختګ لپاره 244 اربه روپۍ اېښودلې شوي، سائنس او آئی ټی لپاره د 34 اربه روپۍ بيلولو تجویز دې ، د برېښنا پیداوار، ترسیل او تقسیم ښه والي لپاره 107 اربه روپۍ به وركولې شي، په هېواد كښې د برېښنا پیداواری صلاحیت 41 زره میګاواټ ته رسېدلې دې ، د تجدید وړ توان زيات استعمال ته اړتيا ده دغسې چې د هېواد درآمدات کم كړې شي او د برېښنا پیداواری لګښت كښې کمی راشي،دې څانګي ته خاص پام لرنه شوې، جامشورو پاور پلانټ بشپړولو لپاره راروان مالی كال كښې 12 اربه روپۍ بېلې كړې شوې، د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه 500 کے وی ټرانسمېشن لائن منصوبه مخ په وړاندې بوتللو لپاره 16 اربه روپۍ بيلي كړې شوې دي۔ ده ووئيل مهمند بند لپاره راروان مالی كال كښې 10 اربه 50 کروړه روپۍ بېلې كړې شوي ، داسو هائیډرو پاور پراجیکټ لپاره 59 اربه روپۍ، دیامر بھاشا بند لپاره 20 اربه روپۍ نیلم جهلم هائیډرو پاور پراجیکټ لپاره 4 اربه 80 کروړه روپۍ بيلي كړې شوي ، کراچی ګریټر واټر سپلائی سکیم لپاره 17 اربه 50 کروړه روپۍ بېلې كړې شوې دي، ټرانسپورټ او مواصلات لپاره 161 اربه روپۍ دغسې سوشل سېکټر لپاره 90 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ ده ووئيل سږ كال کوم نوې ټیکس نه لګولې كېږي او حکومت هڅه كوي چې اولس له زيات ریلیف وركړې شي، د روزګار موقعي به زياتولې شي، کاروبار كښې به آسانۍ راوستلې شي، د صنعتونو ډاډګيرنه به كولې شي ، برآمدات به زياتولې شي دې سره به د زرمبادله پانګي زياتي شي۔ده ووئيل د انکم ټیکس په اړه اقدامات كښې کنټریکټس، سپلائیز او سروسز ود هولډنګ ټیکس شرح كښې اضافه کیږي، په مالدارو ټیکس لګول د پاکستان ټیکسیشن پالیسۍ رهنما اصول دي،په هغوي لګيدلې سپر ټیکس په پروګریسو ټیکسیشن كښې بدلولو لپاره د هغې د ټیکس ریټس زياتولو تجویز دې، په لسټډ او نان لسټډ کمپنیو به 10 فیصده شرح سره ود هولډنګ ټیکس لګولې شي۔ دا مهال 3 زره غیر ملکی وګړي د پاکستان په مالدارو كورنيو كښې د مددګار په حیثیت سره كار كوي ، اوسطاً په هره كورنۍ كښې مددګار له د كال 6 زره ډالر تنخاه وركړې كېږي، كورنيو نوكرانو له په وركړې كېدونكې د كال 2 لكه روپو به ود هولډنګ ټیکس لګولے شي، د غیر ملکی زرمبادله پانګو كښې د كمي راتللو سره د اړوندو خرابو لري كولو لپاره کریډټ ډیبټ کارډ او بینکنګ چینلز د لاري د فارن کرنسی آؤټ فلو حوصله شکنۍ له په فائلر به د ود هولډنګ ټیکس موجوده شرح 1 فیصده څخه زياتولو سره 5 فیصده او په نان فائلر دا شرح 10 فیصده ته رسولې شي۔ ټېکسټائل او لېدر مصنوعات ټیر ون ریټیلرز د جی ایس ټی موجوده شرح 12 فیصده څخه زياتولو سره 15 فیصده ته رسولې شي،دې سره به عام وګړې نه ځپلې كېږي۔ د خزاني وزير ووئيل د صوبو ترمينځه همغږۍ او پاکستان كښې يو ډول ټیکس نظام رائج کولو ته حكومت پام لرنه كوي او دا د حكومت ذمه واري ده، د فاټا او پاټا ضم شوي ضلعو له 5 كلونو لپاره ټېکس څخه استثنیٰ وركړې شوې وه د كومي موده چې په 30 جون 2023 ختمېږي، په هغې كښې د نور يو كال پراختيا كېږي۔پخواني او استعمال شوي تر 1800 سی سی ایشین میك ګاړو په درآمد په 2005ء كښې ډیوټیز او ټیکسز ؤ، اوس به د 1300 سی سی څخه پورته ګاړو ډیوټیز او ټیکس کیپنګ ختمولې شي۔ د ګلاس مینوفیکچرنګ ایسوسی ایشن په غوښټنه ځائې شېشې له پروټیکټ وركولو لپاره د داسې ګلاس بېلو قسمونو په درآمد 15 نه تر 30 فیصده ریګولیټری ډیوټی لګولې شي، اسلام آباد كښې د ډیجیټل پیمنټس حوصله افزائی کولو لپاره د رېسټورنټس سروس کریډټ کارډ د لاري د روپو وركولو ټیکس شرح 15 فیصده څخه کمولو سره 5 فیصده ته راوستلې شي۔ د خزاني وزير د سرکاری ملازمانو، پنشنز، فکسډ انکم افراد لپاره د ریلیف اقدامات څخه خبرولو سره ووئيل حکومت د سرکاری ملازمانو مشكلاتو احساس لري۔ د افراط زر دلاسه د سركاري ملازمانو قوت خرید كښې كمې شوې،دغه سبب دې چې د زياتو مالی مسائلو او د وسائلو كمي باوجود سرکاری ملازمانو ته ريليف وركولو له اقدامات شوي ، د سرکاری ملازمانو قوت خرید ښه كولو لپاره د ګرېډ 1 نه تر 16 ملازمانو تنخاګانو كښې 35 فیصده دغسې ګریډ 17 نه تر 22 ملازمانو لپاره تنخاګانو كښې 30 فیصده ایډهاك ریلیف الاؤنس وركړې كېږي، د ډیوټی سټیشن څخه بهر سرکاری مزل او د شپي پاتي كيدو لپاره ډیلی الاؤنس او مائیلج الاؤنس 50 فیصده، ایډیشنل چارج، کرنټ چارج او ډیپوټیشن الاؤنس كښې 12 نه تر 18 زره روپۍ اضافه كولې شي ، اردلی الاؤنس 17500 څخه زياتولو سره 2500 روپۍ، خصوصی وګړو لپاره سپیشل کنونس الاؤنس كښې 100 فیصده اضافه كولې شي، ملټری کانسټینټ اټینډ الاؤنس كښې 7 زره نه تر 14 زره ، مجاز پنشنرز ډرائیور الاؤنس 14 څخه زياتولو سره 21 زره ته رسولې شي، د سرکاری ملازمانو پنشن كښې 17.5 فیصده اضافه كولې شي۔ د سرکاری ملازمانو کم نه کم پنشن 10 زره روپو څخه زياتولو سره 12 زره روپۍ ته رسولې شي، د اسلام آباد په حدود كښې کم نه کم اجرت 25 زره څخه زياتولو سره 32 زره روپۍ ته رسولې شي، ای او بی آئی پنشن 8500 څخه زياتولو سره 10 زره روپۍ ته رسولې شي ، د مقروض كسانو كونډو مرستي لپاره پخواني وزیراعظم نواز شریف تير دور كښې مختلف سکیمز جاري كړې وو، مالی كال 2023-24 لپاره دا ډول سکیم هاؤس بلډنګ فنانس کارپوریشن به د مقروض كونډو لپاره متعارف کولې شي،د دې ترمخه به د دغه كونډو په ذمه واجب الادا تر 10 لكهه روپۍ قرضه حکومت پاکستان وركوي، د سی ډی این ایس شهيدانو اکاؤنټ كښې ډیپازټ حد 50 لكهه څخه زياتولو سره 75 لكهه روپۍ ته رسولې شي، بهبود سیونګ سرټیفکیټس كښې به هم د ډیپازټ حد 50 لكهه روپو څخه زياتولو سره 75 لكهه روپۍ ته رسولې شي۔ د خزاني وزير ووئيل د پاکستان غیور او روشن خیاله اولس د دې حقیقت څخه خبر شوې چې د هغوي اصل ملګرے او خیرخواه څوك دې او د هېواد دښمن او د معاشی بدحالۍ ذمه دار څوك دې، میاں شهباز شریف د وزیر اعلیٰ پنجاب په حېث او اوس د وزیراعظم پاکستان په حيث په ښه ډول د اولس خدمت کړې، موجوده مخلوط حکومت د 14 مياشتو لنډه موده كښې د ستونزو او سازشونو باوجود عوام دوست اقدامات كړي او هېواد ئې په صحیح معنو كښې ډیفالټ څخه بچ كړې ، بحرانونو څخه ئې هېواد وېستلې او د استحکام پلو ئې روان كړې، د مسلم لیګ (ن) حکومت تير وخت كښې هم هېواد د مشكلاتو څخه وېستلې او اوس هم د خپل اتحادی ګوندونو سره په ګډه هېواد د پرمختګ پلو روانولو له چمتو دې