صدر عارف علوی نېشنل بینك ته فراډ له امله ځپلې شوي ميرمن له 87 زره روپو بيرته وركولو سپارښتنه

image

اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوی نېشنل بینك آف پاكستان ته د فراډ له امله ځپلې شوي ميرمن له د 87 زره روپو وركولو سپارښتنه كړې۔د خالي په ورح ایوان صدر پریس ونګ د اړخه جاری شوې بیان له مخې نېشنل بینك عملے د ميرمني د ناخواندګۍ ګټه پورته كولو سره هغي سره فراډ كړې ؤ،د بینك عملي د اكاؤنټ څخه زياتي روپۍ وېستلي،ځيني روپۍ ئې ځان سره اېښودلې او ميرمن له ئې درې نه تر 5 زره روپۍ وركړي۔ صدر مملكت نیشنل بینك ته د فراډ له امله ځپلې شوي ميرمن له د 87 زره روپو بيرته وركولو او په دې فراډ كښې ككړ ملازمانو په ضد كاروائي كولو سپارښتنه كړي۔ صدر مملكت ووئيل د بینك عملے د ناخوانده ميرمن استحصال كړې۔ صدر مملكت د بینكنګ محتسب د احكاماتو په ضد د نېشنل بینك اپیل مسترد كړې دې۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں