استنبول 25 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترکيه سرمايه کارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي ترکيه سره د دوه اړخيزه تجارت پشمول په ټولو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو عزم لرو٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان او تركيه يو دي٬ په نړيواله كچه په بېعو كښې د بلها اضافې له امله پرمختګ كوٶنكي هېوادونه زيات ځپلے كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ترکيه صدر رجب طيب اردوان سره د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زه تركيه خپل دوېم كور ګڼم، د صدر رجب طيب اردوان د زړه د اخلاصه په كوربتوب ډېره مننه كوم۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه عمر له په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې٬ ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې چې پاكستان ته ځاني او مالي زيان رسېدلے ، د ترهګرۍ په ضد پاكستان او تركيه يو دي ۔ ده ووئيل تركيه سره د دوه اړخيزه تجارت پشمول په بېلو څانتګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو عزم لرو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان چين سره په ګډه د سي پېك منصوبې مخ په وړاندې بيائي، د سي پېك بشپړتيا سره به په منطقه كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي۔ ده ووئيل د تركيه سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوم٬ پاکستان كښې د سرمايه كارۍ بلها او پراخه موقعې موجود دي۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه يو زړه او دوه قالبه دي او مثالي وروڼه هېوادونه دي۔ د تركيه صدر رجب طيب اردوان پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل مونږ نن په مشتركه توګه د پې اېن اېس خېبر لانچنګ كړے، مونږ پاكستان سره په ګډه يو شمېر منصوبې ترسره كړي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې لري٬ د ترهګرۍ په ضد به د پاكستان هر ډول ممكنه مرسته كوٶ٬ پاکستان د ترهګرۍ په ضد بشپړ اقدامات كړي۔ ده ووئيل مونږ د پاكستان د سېلاب ځپليو خپلو وروڼو خوېندو هر ډول ممكنه مرسته كړې۔ ده ووئيل په دوه اړخيزه تجارت كښې اضافه زمونږ په ترجيحات كښې شامله ده ، پاکستان او تركيه په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته او ملګرتيا كړې او دواړه هېوادونه په نړيوالو فورمونو يو ډول دريځ لري