شرم الشيخ/اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزير اعظم پاكستان شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ په بحران د قابو موندلو په اړه شوي لوظونو نشپړيدو ته سترګي په لاره يو،سېلاب په تباه حالۍ قابو موندلو لپاره پكار وسائل كښې فرق زيات دې دغسې پاكستان د موسمياتي او ماحولياتي بدلون تر ټولو زيات ځپلې شوې هېواد دې،نړيواله ورورولي دې ماحولياتي بدلون له امله د زيان آزالې او بحالۍ اقدامات كوپ۔27 ايجنډا كښې شامل كړې دغسې چې زياتي ځپلې شوي آبادۍ ضروريات پوره كړې شي۔وزيراعظم محمد شهبازشريف تيره ورځ د مصر شرم الشيخ ښار كښې كوپ۔27 نړيوال كنفرنس په موقع د ملګرو ملتونو ادارې ماحولياتي بدلون د سيورې لاندې ”عمل درآمد لپاره يو ځائې ” په سرخط دستورې ته د پاكستان قومي بيانيې په اړه وينا كښې ووئيل د كاربن اخراج كښې د كمې شريكي تګلاري لپاره په نړيواله كچه پاليسو ته اړتيا ده،د كاربن اخراج كښې پرله پسې اضافه زمونږ د بحالۍ اقدامات څخه تند دې۔ وزيراعظم د نړيوالو لارښودو پام راګرځولو سره باور وركړو چې تاسو ټول پاكستان كښې د تباه كن سيلابونو په اړه خبر ئې۔ ده ووئيل پاکستان كښې د اوسني سېلاب څخه 33 مېليونه خلق متاثره شوي، 4410 مېليونه اېكړه زرعي زمكې ته زيان رسېدلے٬ نزدې 40 لكه كوچنيان د صحت خدمات ته رسنه نه لري٬ د هېواد په سوئيلي سيمو كښې د اوسط نه اووه چنده زيات بارانونه شوي ٬ ده ووئېل د ګليشيئرز ويلي كېدو څخه سېلاب او داسې ډېرو موسمياتي تباهو سره مخ شوي يو او مونږ د دې تباهو نه بچ كېدو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئيل د سېلاب له امله د هېواد په شمال كښې 8 زره كلوميټره نه زيات سړكونه ويجاړ شوي٬ درې زره كلوميټره د رېل پټلۍ ته زيان رسېدلے او د سلګونو په شمېر پولونه تباه شي او ولاړو فصلونو ته زيان رسېدلے دے ۔ وزيراعظم ووئيل د سېلاب له امله په هېواد كښې 30 اربه ډالره زيان شوے٬ ده ووئيل د كاربن ګاز په اخراج كښې زمونږ د هېواد برخه د يو فيصد نه هم كمه ده، پاکستان لپاره ترجيحات كله هم واصح نه دي پاتې شوي٬ ده ووئيل فنانسنګ او ټائم لائن په دواړو لحاظ سره موافقت نړيوال هدف ته ترجيح وركولو ته اړتيا ده٬ مونږ تر اوسه موافقت او د ماليات پحقله په لوظونو كښې توازن ته نه دے ليدلے ۔ وزيراعظم ووئيل کلائميټ فنانس له په واضح توګه نوې، اضافي او د پائيداره وسائلو په توګه يو سېپځلې تګلاره بيانول پكار دي كومه چې د پرمختګ كوٶنكو او كمزورو هېوادونو ضرورتونه د ھغوي د رفتار او پېمانې له مخئ ترسره كړي د كومو چې ضرورت دے۔ ده ووئيل په كال 2009 كښې د كوپ-15 كښې تر كال 2020 په كلنه توګه د سل اربه ډالرو وركولو لوظ شوے ٶ خو ھغه تر اوسه ترسره نه كړے شو٬ د ملګرو ملتونو نظام له مخې د يو اېن اېف سي سي سي له د ټولو ډلو يو نړيوال موسمياتي رسك انډېكس جوړول پكار دي ٬ په دې انډېكس كښې تر ټولو كمزورو هېوادونو منصوبو ته کلائميټ فنانس لپاره ترجيح او په تندۍ سره منظوري هم پكار ده