اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د خارجه چارو کمېټۍ غونډه به په 16 نومبر پارليمنټ هاؤس کميټي روم امبر 1 كښې كېږي۔ د سېنېټ سيکرټريټ له مخې غونډه به د سېنېټ د خارجه چارو کمېټۍ چيئرمېن سنېټر فاروق ايچ نائيك په مشرۍ كښې كېږي۔د خارجه چارو سيکرټري به ګډون كونكو له د هند په غير غير قانوني تسلط كښې جمو او کشمير كښې د اوسنيو ګرفتارو او حريت لارښود محمد ياسين ملك د نظربندۍ په مهال خراب صحت پشمول د هند د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو بريفنګ وركوي۔په غونډه كښې به په ځيني نورو مهمو چارو غور كوي دغسې ډائريکټر جنرل اېف آئي اے او ډي جي اميګريشن اينډ پاسپورټ به هم غونډي ته بريفنګ وركوي۔ په غونډه كښې به د کمېټۍ غړي او اړوند چارواكو نه علاوه خارجه وزير هم ګډون كوي۔