اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان چين سره تجارتي او سرمايه کارانه اړيكو ته د چين پاکستان آزادانه تجارت لوظنامي دويم پړاؤ ترمخه پراختيا وركول غواړي دغسې چې صنعتي اړيكو كښې ښه والې راشي،مونږ د خپلو ګاونډيانو سره په شريك احترام او د مرستي جذبې په بنياد د ملګرتيا اړيكو خوښي لرو،د ملګرو ملتونو چارټر له مخې د كشمير مسئلې پشمول د ټولو حل طلب شخړو د خبرو اترو اوسفارتكارۍ د لارې په امناكه ډول حل كول غواړو، پاکستان يو قوي ، كوټلې اقتصادي پرمختګ پلو روان دې، پاکستان د چين کمپنيو له صنعت، زراعت، انفراسټرکچر، ګرين انرجي او ډيجيټل معيشت په څانګو كښې د سرمايه کارۍ ښه موقعې وركوي، پاکستان كښې كار كونكو د چين وګړو او منصوبو حفاظت ته خاص پام لرنه كوو، پاکستان او چين د خپل اولس روښانه سباؤن سره سره سيمه كښې امن او استحکام لپاره د خپلو ذمه وارو ترسره كولو له لوظي دې۔ د چين ورځپاڼي ګلوبل ټائمز كښې ليكلې شوي خپل يو آرټيکل كښې وزيراعظم ووئيل کنفيوشس يو ځل بيا په هغه ښه ټكو كښې د ملګرو او ملګرتيا الفاظ وړاندې كړي چې ښه ملګري درې قسمه وي يو هغه چې نيغ په نيغه او ايماندار وي ، بل هغه چې باور لري ،او فياض وي اور دريم هغه چې كله هم مرستي ته اړتيا وي نو لارښودنه كوي او داسې لاره ښائي چې كومه چې صلاحيت لرونكي وي۔ چين پاکستان په دې درې واړه صفات پوره دې، پاك چين ملګرتيا په شان كومه خپلولي نشته۔ وزيراعظم ليكلي چې پاکستان لپاره چين سره اړيكي زمونږ د خارجه پاليسۍ بنياد دې، چين كښې پاکستان ته آئرن برادر وئيلي كېږي دغسې زمونږ اړيكي په نړۍ كښې ستائلې كېږي۔ده ليكلي چې د وزارت عظميٰ منصب سنبھالولو نه پس په يو داسې وخت كښې د چين دوره كوم ، كله چې د چين کميونسټ ګژند 20م قومي کانګريس کاميابۍ سره ترسره كېږي او د چين د پرمختګ نوې دور په پيل كيدو ورور جنرل سيکرټري شي جن پنګ او کميونسټ پارټي آف چائنا له د زړه د كومي مبارکي وركوم۔ده ووئيل افسوس خبره ده چې دا هرڅه په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې انسانيت د غريبۍ ، رنځونو او ولږي ښكار دي،د نړۍ په زياتره برخو كښې وګړي نن هم د كوويډ 19 او د هغې د اثرات مقابله كوي، آب وهوا بدلون هم تندۍ سره خپريږي كوم چې يو تلخ حقيقت دې، پاکستان د تباهۍ وړ سېلاب په شکل كښې د دې ښكار دې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د خپلو ګاونډيانو سره په شريك احترام او د مرستي په جذبه د ملګرتيا اړيكي غواړو او د ملګرو ملتونو چارټر او قراردادونو او د كشميرشخړې پشمول ټولې حل طلب شخړي د خبرو اترو او د سفارتکارۍ د لارې حل كول غواړو،د دې ټولو چيلنجونو نوعيت او آغاز منفرد دې او كه دې ته پام لرنه ونه كړې شوه نو داعالمګيريت شكل اختيارولې شي او انسانيت عظيم قربانۍ ختمولې شي۔ده ووئيل د کووډ19 وبائي رنز نه پس چين د پاکستان سره چې د يووالي كومه څرګندونه كړي او كومه مرسته ئې كړي هغه زمونږ د ملګرتيا ښكاره مثال دې، هنګامي طبي سامان 60 څخه زيات امدادي پروازونه پاکستان ته رالېږلي ، د چين ساخته ويکسين په ټول هېواد كښې زمونږ حفاظتي ويکسينيشن كمپائن بنيادي مرکز وو۔ وزيراعظم ووئيل دغسې پاکستان كښې د اوسني تباه کن سيلاب نه پس د چين اعليٰ قيادت، مرکزي او صوبائي حکومتونو، کاروباري ادارو او ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكي د عامو وګړو مرستي له هلي ځلي كړي۔ده ووئيل پاکستان د چين صدر شي جن پنګ بيلټ اينډ روډ منصوبې ابتدائي شراکت دار دې۔پاکستان د يو مهم شراکت دار په توګه جي ډي آئي اهداف پورا کولو له د چين سره په ګډه د كار كولو منتظر دې۔